د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۱

مولانافضل الرحمن:پر القاعده لارې تنګې شوې دي


د پاکستان یو سیاستوال او د دغه هېواد د واکمن ائتلاف غړی مولانا فضل الرحمن وايي، د افغانستان د جګړې سیاسي حل به القاعده شبکه دې ته مجبوره کړي چې یا سیمه پریږدي او یا له پروسې سره یو ځای شي.

مولانا فضل الرحمن چې د پاکستان د جمیعت علما اسلام مذهبي ګوند مشري پر غاړه لري او د طالبانو پلوي بلل کیږي ویلي، هغه په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي.

رویټرز خبري اژانس د فضل الرحمن په حواله وايي، کله چې په جګړه کې ښکیلې خواوې د جنګ د پای ته رسولو لپاره خبرو اترو ته چمتو وي نو دا به پر القاعده شبکې فشار زیات کړي او دغه شبکه بیا پرته له دې چې یا سیمه پریږدي او یا له پروسې سره یو ځای شي، بله لاره ونه لري، خو هغه په دې اړه چې له پروسې نه يې هدف څه دی معلومات ونه ویل.

یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې د القاعده شبکې مشران به هڅه وکړي څو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې پاتې شي ځکه دا سیمه د القاعده لپاره تر ټولو سمه پناه ګاه ده.

خو که القاعده شبکه په دې سرحدي سیمه کې تم نشي نو ښايي یمن ته مخه کړي چیرته چې د دغې تروریستي سازمان یو څانګه د اسامه بن لادن او د هغه له مرستیالانو سره نزدې اړیکه لري.

مولانا فضل الرحمن په دې اړه چې څه باید ترسره شي څو طالبان د سولې خبرو ته کښیني وویل، هغه نه پوهیږي ځکه چې دی د طالبانو استازیتوب نه کوي.

رویټرز اژانس زیاتوي، چې د یو شمېر هېوادونو مقاماتو ویلي، چې طالبان او په افغانستان کې په جګړه کې ښکیلې نورې خواوې په دې اړه چې روانه شخړه څرنګه پای ته ورسیږي د سولې د خبرو اترو لپاره په خپلو کې سلا مشورې پیل کړي دي.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د خبرو او د سولې په اړه هغه مهال هیلي زیاتې شوی کله چې د افغان حکومت، ناټو او د طالبانو د یوه مهم استازي تر منځ د مذاکراتو او لیدنې خبرونه خپاره شوه.

خو د امریکايي مطبوعاتو په وینا وروسته څرګنده شوه، چې له افغان حکومت او ناټو سره دا خبرې اترې په اصل کې یوه فریب کاره شخص چې ځان يې د طالبانو استازۍ ملا اختر محمد معرفي کړی وو، ترسره کړي دي.
XS
SM
MD
LG