د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

یونیفیم د میرمنو پر فعالیتونو خوښي څرګنده کړه


سره له دې، چې مدني ټولنې او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو په حالت او په حکومتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د سمبولیک رول په اړه اندېښنه څرکندوي، خو یونیفیم یا د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي، چې د بشري حقونو په فعالیتونو او د افغانستان په حکومتي ادارو کې د ښځو په موجودیت کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

د یونیفیم اجرایوي رييسې انیس البردي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې یونیفیم د افغان دولت له خوا د ښځو د حالت د ښه والي لپاره په پلي شوېو پروګرامونو خوښي څرګندوي.

مېرمن البردي وویل، چې دوي د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري کوي:

( موږ تمه لرو، چې دغه پیغام چې د ښځو رول دې تل په پام کې ونیول شي ټول افغانستان ته ورسیږي.

یونیفیم د هغو پروګرامونو په اړه، چې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د پراخ رول په اړه پلي شوي خوښ دی.

موږ تل د ښځو د حقونو د خوندیتوب او په هغوي پورې اړوندو مسایلو په برخو کې له افغان حکومت سره همکاري کوو.)

انیس البردي زیاته کړه، چې د یونیفیم دفتر د ښځو د ښوونې او روزنې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو د مخنيوي په برخه کې فعالیت کوي.

د یونیفیم چارواکو، د افغانستان ولسي جرګې ته د ښځو په بریاليتوب هم خوښي ځرګنده کړه او زیاته يي کړه، چې ښځینه استازې دې باید د ښځو ستونزې هوارې کړي.

بل خوا یو شمېر افغان میرمنې وايي، چې دوي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، یوې میرمنې خپلې ستونزې ازادۍ راډیو ته داسې بیان کړې:

(زما نوم عادله دی، د ښځو ستونزې خو ډېرې دي، دا چې په کور ناستې دي کمې ستونزې دي؟ نورې ستونزې ګوره چې څومره دي، دغلته پېغلو انجونو موټر مینځل چې ډېره ورته خوا بدې شوم.)

یونیفیم یا د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق هیله يي څرګنده کړه، چې له وسلوالو مخالفینو سره د افغان حکومت خبرې اترې، د ښځو په برخه کې څو کلنې هېڅې زیانمنې نه کړي.

یونیفیم په داسې حال کې په دولت کې د ښځو پر موجودیت او د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګونو په اړه خوښي څرګندوي، چې په دې وروستیو کې د افغان انجونو لپاره د زده کړې د زمینې نشتوالی، کورني تاوتریخوالی او نورې ستونزې د افغان ښځو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

خبریاله ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG