د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

لویه څارنوالۍ په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو په اړه د نویو څیړنو غوښتنه کړی


د افغانستان لوی څارنوال محمداسحق الکو
د افغانستان لوی څارنوال محمداسحق الکو
د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د نویو تحقیقاتو غوښتنه لوی څارنوال محمداسحق الکو له ولسي جرګې سره د خبرو په ترڅ کې اعلان کړه او ویې ویل، ده داسې اطلاعات تر لاسه کړي دي چې د خلکو رایې د پټو معاملو په ترڅ کې پلورل شوي او پېرل شوې دي.

په ولسي جرګه کې د لوی څارنوال خبرې د هېواد ملي ټلویزیون په مستقیم ډول خپرولې. ده وویل، د خلکو رایې د ځواکمنو کسانو له خوا په دوبۍ او د کابل په شهزاده سرای کې د پټو معاملو په ترڅ کې خرڅې شوې دي.

ده پرته له دې چې نور جزییات وړاندې کړي وویل، له ده سره اسناد او شواهد شته او دی به په دې برخه کې څېړنې وکړي. ده ګواښ وکړ چې که یې تحقیقات څوک ونه مني نو دی به خپله دنده پرېږدي.

ښاغلي الکو همدا راز ولسي جرګې ته وویل، چې د انتخاباتو د دواړو ادارو- یعنې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ویندویانو دندې یې له رسنیو سره د غیرمسوولانه څرګندونو له امله ځنډولې دي، خو د نوموړو ادارو ویندویان وايي، دوي ته د دوي د دندو د ځنډېدو رسمي خبر نه دی ورکړل شوی.

پرون د لوی څارنوال مرستیال رحمت الله نظري په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د حکومت ځینې جګ پوړي چارواکي په انتخاباتو کې په لاس وهنه تورن کړل، نوموړي ژمنه وکړه چې لویه څارنوالۍ به په دې لاس وهنو تورن کسان عدالت ته راکاږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون د هېواد له څلور دېرشو ولایتونو څخه د درې دېرشو نتایج اعلان کړل خو د غزني ولایت د رایو په اعلان کې پاتې راغی. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل:

(د انتخاباتو د نتایجو په اړه د هېواد د لوی څارنوال له څرګندونو څخه داسې ښکاري چې په هېواد کې د ولسي جرګې د انتخاباتو مشروعیت له یوې لویې ازموینې سره مخامخ شوی دی.

په داسې حال کې چې له دې مخکې یو ځل شاوخوا دیارلس لکه رایې باطلې اعلان شوې او له هغه وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ګڼ شمېر بریاليو کاندیدانو نومونه له وروستي فهرست څخه واېستل.)

د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته ملګرو ملتونو او متحدو ایالاتو د هغو ستاینه وکړه، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټېفن دې مېستورا وویل، ملګري ملتونه د وروستیو نتایجو اعلان ستايي او په کابل کې د امریکا سفارت اعلان وکړ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د یوه با اعتباره بهیر د پرمخ بیولو لپاره ډېر سخت زیار واېست.

خو د افغانستان لوی څارنوال له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د ملګروملتونو له خوا د دې انتخاباتو تایید له وخته مخکې دی، ځکه د ده په وینا په دې انتخاباتو کې د تقلب او لاس وهنو په اړه تحقیقات لاهم روان دي.
XS
SM
MD
LG