د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۸

په ملي ګالرۍ کې د سواره کارۍ انځورګرۍ یو نندارتون پرانستل شو


اومان نیازی د نقاشۍ تر څنګ د ازادي راډیو د تعلمي څانګې یو تکړه پروډیوسر هم دی.
اومان نیازی د نقاشۍ تر څنګ د ازادي راډیو د تعلمي څانګې یو تکړه پروډیوسر هم دی.
د انځور ګرۍ په هنر کې د سواره کارۍ دغه سبک ته چې په اصل کې چینايي بلل کیږي، د اومان نیازي په هڅو افغاني بڼه ورکړل شوې.

اومان نیازي، چې له اوږدې مودې راهیسې له ازادي راډیو سره په تعلیمي خپرونو کې کار کوي په دغه نوي سبک خپل یو شپیته اسعار نندارې ته وړاندې کړي، چې په کې تر ډیره په افغانستان کې مشهورې ملي لوبې او دودیز رسمونه نندارې ته وړاندې شوي.

دغه نندارتون د سې شنبې په ورځ د افغانستان په ملي ګالرۍ کې پرانستل شوې او د درېیو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د دغه نندارتون په پرانستې غونډه کې د دغه هنر د مینه والو سربیره یو شمیر افغان چارواکو هم ګډون کړې و.

د مالیې وزارت سلا کار استاد نجیب منلی وايي، چې که څه هم دغه سبک چینايي دی خو ښاغلی اومان په دغه هنر کې خپلواک دی او انځورګري یې د افغانستان د طبیعت ښکارندويي کوي.

" تر هغه ځایه چې زه په دې برخه کې معلومات لرم، د ومان نقاشۍ ډېر خصوصیتونه لري، تر ټولو مهم خصوصیت یې دا دی، چې د ده نقاشي د یو مکتب او سبک پیروی نه کوي، د افغانستان د طبیعت یو ذهني انځور دی.

د اومان په اثرونو کې ډېر مهم عنصر حرکت دی، دا په هنر کې ډېره غټه خبره ده، چې ټوله خبره هنر مند ونه کړي."

په دغه هنري انځورګرۍ کې د غنمو له وږي او ډنډې څخه کار اخیستل شوی، د افغانانو ملي دودونو لوبو او اتلانو څېرې انځور شوي دي.

د ازادي راډیو د کابل د دفتر ریيس محمد امین مدقق د ښاغلي اومان په اړه وايي:

"په زغرده ویلی شم، چې اومان صاحب زموږ د پروډیوسرانو په ډله کې یو بهترین پروډیوسر دی او اوس ګورم، چې اومان صاحب په خپل سبک کې یو بهترین نقاش دی، د نقاشۍ په داسې یوه څانګه کې، چې په دې مملکت یې مثال ډېر کم لیدل کیږي، د اومان صاحب د موفقیت رمز دا دی، چې دی له خپل کار سره مینه لري."

په افغانستان کې د درو لسیزو جنګ جګړو هرڅه اغېزمن کړي دي او انځورګرۍ هم ښه وده نه ده کړې.

د نظر خاوندان سپارښتنه کوي، چې باید په دغه برخه کې ځوانان ورزل شي او دغه مهم هنر لا پیاوړی شي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG