د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

عمر: د حکومت چارواکي به ولسي جرګې ته له ناټو سره د شوي تړون په اړه معلومات ورکړي


د افغانستان ولسي جرګې نن په خپله عمومي غونډه کې په حکومت کلک انتقاد وکړ، چې له ناټو سره یې په ګډه د خپرې کړې اعلامیې په برخه کې له دوی سره سلا مشوره نه وه کړې.

د ولسي جرګې مشرتابه پلاوي وویل، چې ډیر ژر به اړوند چارواکي وروبولي او په دې اړه به ترې معلومات ترلاسه کړي.

د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر که څه هم دا د حقوقي پلوه کوم تړون و نه باله خو ویې ویل، چې دا د ملي شورا د غړو حق دی او د دوی اړوند چارواکي به هرو مرو دوی ته د خپرې شوې اعلامیی په اړه معلومات ورکړي.

له وحید عمر سره دا مرکه په کابل کې د ازادي راډیو خبریال حمید مهمند کړې.

XS
SM
MD
LG