د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

ایا په راتلونکو ۳ کلونو به کې افغان ځواکونه د امنیت اخیستو وړشي؟


د جنرال عظیمي په وینا تر ۲۰۱۴ کاله پورې به مو د ملي اردو شمیر ۲۴۰۰۰۰ ته ورسیږي.
د جنرال عظیمي په وینا تر ۲۰۱۴ کاله پورې به مو د ملي اردو شمیر ۲۴۰۰۰۰ ته ورسیږي.
افغان چارواکي وايي، چې د لېزبن د سرمشریزې ټولې پریکړې په دې شرط عملي کیدای شي چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته همداسې دوام ورکړي.

د ناټو له خوا په دغې سرمشریزه کې چې د پورتګال په پلازمینه لیزبن کې د نومبر د میاشتې په ۱۹ او ۲۰ نیټه جوړه شوې وه، پریکړه وشوه، چې تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې به افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال بهیر بشپړ شي.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې یوشمېر تخنیکي ستونزې شته، لکه د ټانګو او عصري وسلو او د پوره هوايي ځواک د نه موجودیت په برخه کې خو د حل لپاره يې ورسره نړیوالو د مرستي ژمنې او قراردادونه کړي دي.

"د ۲۰۱۴ کال پیشنهاد د افغانستان له خوا شوی دی او دا په دې معنی چې د هغو ارزونو له مخې؛ چې موږ د ملي اردو د پرمختګ او له نړیوالو سره د قراردادونو په برخه کې کړي دي، دا ښيي چې تر دغه کاله پورې به مو د ملي اردو شمیر ۲۴۰۰۰۰ ته ورسیږي.

نو ځکه په عمومي صورت سره کومه اندیښنه نه شته او د مسولیتونو د انتقال لپاره چمتوالی نیول کیږي."

د لېزبن په سرمشریزه کې دغه راز ټولو ګډونوالو دا ومنله چې له راتلونکي میلادي کاله څخه به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کمولو لړۍ هم پیل شي.

خو دا چې په رښتیا هم افغان امنیتي ځواکونه به تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې په دې وتوانیږي، چې په هېواد کې د ټولو شته امنیتي ستونزو مقابله وکړای شي او که څنګه په دې اړه افغان پوځي کارپوه جنرال امرالله امان ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د لېزبن له پرېکړه سره موافق نه یم، اصلاً دا عملي بڼه نه لري. د افغانستان بې کفایته ادارې په لسو کلونو کې ونه شو کړای، چې هغه تعهدونه چې د بن په کنفرانس کې ورسره شوې وې، ټینګار پرې وکړي او دوی ځان اکمال کړي.

۲۰۱۴ ته درې کاله نور پاتې دي او دا شونې نه ده، اردو تر اوسه لا په پښو ولاړه نه ده، سرحدي قواوې په پښو ولاړې نه دي، هوايي قوايوې بلکل نه لرو، زروي قواوې نه لرو او د لرې واټن سلاح ګانې بلکل زموږ د اردو په لاس کې نه دي."

خو یوشمېر نور سیاسي کارپوهان بیا په دې اند دي، چې د لېزبن د سرمشریزې له پریکړو په ځانګړې توګه دا چې له راوان میلادي کاله څخه به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیر راکمیږي په هېواد کې د سولې د روان بهیر د ګړندي کولو لپاره یو مهم ګام بولي ځکه د دولت مخالفینو د خبرو اترو لپاره یو اساسي شرط له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په ګوته کړي.

که څه هم ځیني بیا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د یوه مهال ویش ټاکل د هیواد په ګټه نه بولې او هغه هم په داسې حالاتو کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو اراده هم د دې هیواد لپاره ډیره روښانه نه بریښي.

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG