د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

ناټو: د افغان ځواکونو بېسوادي، يوه لويه ستونزه


د افغانستان د ملي اردو څو سرتیري د امریکايي سرتیرو سره یو ځای ګزمه کوي.
د افغانستان د ملي اردو څو سرتیري د امریکايي سرتیرو سره یو ځای ګزمه کوي.

کله چې ناټو پوځيان په افغانستان کې افغان پوليس روزي، په ټولګي کې تر ټولو سخت کار دوى ته د نښه ويشتلو، د پوستې د مقرراتو او يا هم د بلواګرۍ د کنټرول په باب معلومات ورکول نه دي، بلکې سخت کار دوى ته د ليک لوست ورزده کول دي.

په افغانستان کې شا و خوا ٧٤ فيصده خلک بېسواده دي، خو د بېسوادۍ کچه په افغان پوليسو او پوځ کې زياته ده.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د ناټو روزونکي وايي، د افغان ملي پوځ او پوليسو يوازې ١١ فيصده داوطلبه سرتېري او ٣٥ فيصده منصبدار افسران باسواده دي.

د روانې اوونۍ په پيل کې د ليزبون په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په ٢٠١٤م کال کې به د افغانستان د امنيتي چارو مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

د افغان امنيتي ځواکونو د بېسوادۍ په اړه زيات راپورونه ورکړل شوي دي. د پوځ يوې قطعې په جولاى مياشت کې پر خپلو ځانونو د بمبارۍ غوښتنه وکړه، ځکه دوى نقشه نه شواى لوستلاى.

زيات افسران داسې دي چې د خپلو وسلو سريال نمبرونه نه شي لوستلاى، نه پوهېږي چې وسله يې څومره مهمات کارولاى شي. يا هم کله چې په پوستو کې وظيفه لري او موټر دروي، د موټرچلوونکو د پېژندنې کاردونه نه شي لوستلاى.

اسوشېټېډ پرېس زياتوي، اکثره پوليس د عيني شاهدانو بيانونه نه شي ليکلاى يا هم نه پوهېږي چې قانون په دې برخه کې څه وايي. په ځينو مواردو کې د پوليسو مشران د خپلو تر لاس لاندې پوليسو معاشونه غلا کوي او بېسواده پوليس په دې غلا نه خبرېږي.

د پوليسو د يوه روزنيز مرکز مشر سمونوال محمد هاشم اژانس ته وويل، بېسواد سړى لکه ړوند داسې وي، يو بېسواده پوليس د خلکو مشکل نه شي حلولاى او قانون نه شي نافذولاى.

خو داسې ښکاري چې د افغان پوليسو په وړاندې اوږد مزل پروت دى. وسلوال طالبان هم د اژانس په حواله، په دولت کې دننه له موجود اداري فساد او بېقانونۍ څخه په استفادې خپل فعاليتونه تنظيموي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس ليکي، کال مخې چې ناټو د افغان پوليسو د روزنې مسووليت واخيست، اکثرو پوليسو به په ډېره سادګۍ درېشي کوله او جګړې ته به لېږل کېدل، چې د ملي اردو په پرتله د دوى تلفات درې برابره زيات و.

په تېرو لسو مياشتو کې د پوليسو شمېر له پنځه نوي زرو څخه يولک او شلو زرو او پنځه سوو ته زيات شوى دى. ناټو هيله ښيي د روزنې نوي کورسونه چې زيات وخت دوى پر باسواده کولو لګوي، له افغان پوليسو سره مرسته وکړي، چې ورو- ورو زيات موثر اقدامات وکړي.

امريکايي ډګر جنرال وليم کالدوېل چې د افغان پوليسو او پوځ د روزنې مشري کوي وايي، په لومړيو کې دوى د ځواکونو په روزنه کې د سواده زده کړه په پام کې نه وه نيولې، خو اوس دا يوه مهمه برخه ده.

اژانس زياتوي، ناټو هڅه کوي افغان پوليس او پوځ په لنډ وخت کې ښه وروزي، چې دوى د جګړو مخنيوى په خپله وکړي.
XS
SM
MD
LG