د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

بارک اوباما د اروپايي ټولنې له مشرانو سره غونډه وکړه


ویل کېږي چې اوباما له اروپايي مشرانو سره په لیزبن کې د ناټو له سرمشریزې وروسته کتلي دي.
ویل کېږي چې اوباما له اروپايي مشرانو سره په لیزبن کې د ناټو له سرمشریزې وروسته کتلي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پرتګال په مرکز لزبن کې د ناټو په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې له ګډون وروسته پرون د اروپايي ټولنې له مشرانو سره کتنه وکړه.

له اروپايي مشرانو سره د اروپايي ټولنې د مشرانو په کتنه کې چې نوي دقیقې یې دوام وکړ د اقتصادي، امنیتي، انرژۍ او چاپېریال پر مسایلو خبرې وشوې.

د اروپايي شورا له مشر هرمن وان رامپوی او د اروپايي کمیسیون له مشر خوزې مانوېل بروسو سره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما کتنه په داسې حال کېږي چې د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې د راروان کال په مې میاشت کې به په اسپانیا کې د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې ګډون ونکړي.

په اروپا کې دا اندېښنې زیاتې شوې دي چې ګنې د اروپا او امریکا ترمینځ له مخکنیو تودو اړیکو سره د واشنګټن علاقه کمه شوې ده.
خو ښاغلي اوباما په دې کتنه کې د امریکا او اروپا د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل:

((له اروپايي متحدانو سره اړیکي زموږ د نړیوالو اړیکو ترټولو مهمه برخه ده. دا اړیکي زموږ د خلکو لپاره د کار د امکاناتو د برابرولو، د نړیوال اقتصاد د ښه کولو، د اټومي وسلو د خپراوي د مخنیوي په وسیله زموږ د خلکو د ساتنې لپاره د دواړو لوریو ترمینځ د همکارۍ له برکته د نړیوالو اړیکو محرک دي. متحدایالات تر اروپا بل نژدې متحد نلري.))

اوباما همداراز یادونه وکړه چې د امریکا او اروپا ترمینځ سوداګري او پانګونه په کال کې څلور ټریلیونه ډالرو ته رسېږي.

د اروپايي شورا مشر وان رمپوی هم د اروپا او امریکا ترمینځ د سوداګرۍ او امنیت په برخو کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ:

((موږ هم د امنیت د راتلونکې په برخه کې ورته نظر لرو. زموږ د ټولنو بنسټ د خلکو د آزاد تګ راتګ، د تجارتي مالونو او معلوماتو د راکړې- ورکړې پر معیارونو ولاړ دی. دا بهیر له جدي ګواښونو، لکه له تروریزم، په بازار کې اختلال او انټرنېټي حملو سره مخامخ دی. د اروپا او امریکا ترمینځ همکارۍ د ګټې اندازه زیاته کړې او ځکه موږ پتېیلې ده چې د امنیت په بېلابېلو برخو کې خپله همکاري پراخه کړو. د دې اقدام بنسټ باید اساسي حقونو او آزادیو ته پر درناوي ولاړ وي.))

اوباما او د اروپايي ټولنې مشرانو د نړۍ له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې د تجارتي معاملو د زیاتو لپاره د پیسو د ارزښت له کمولو څخه ډډه وکړي. ښاغلي اوباما د پیسو د ارزښت په ټاکلو کې د چین پر پالیسۍ په څرګنده انتقاد وکړ.

د دې مشرانو په کتنه کې له تودو او صمیمانه خبرو سره سره د یولړ اقتصادي مسایلو پرسر له اروپا سره د امریکا په اړیکو کې اختلافونه لاپرځای پاتې دي. اروپايي هېوادونو د امریکا په اقتصادي بازار کې د شاخوا شپږسوه میلیارده ډالرو د تزریق پر پرېکړه انتقاد کړی.

ولسمشر اوباما غواړي د امریکا اقتصاد د حکومت په لګښتونو کې د زیاتوالي له لارې پیاوړی کړي خو دا پالیسي د اروپايي مشرانو، او په خاص ډول د جرمني د صدراعظمې انګېلامېرکل له پالیسیو سره په تضاد کې ده. مېرمن مېرکل وايي چې په بودجه کې کسر باید د حکومت په مصارفو کې د کموالي له لارې له مینځه ولاړ شي.

اروپايي هېوادونه یوه بله اندېښنه هم لري، هغه دا چې امریکا غواړي د ډالر ارزښت کم وساتي او په دې ډول خپل صادرات زیات کړي.
XS
SM
MD
LG