د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د ولسي جرګې ۲۱ تنه ګټونکي کاندیدان ناکامه اعلان شول


احمد ضیار رفعت وايي، د دغو کسانو ټولې رایې د درغلیو په اړه د کره شواهدو له مخې باطلې اعلان شوي دي.
احمد ضیار رفعت وايي، د دغو کسانو ټولې رایې د درغلیو په اړه د کره شواهدو له مخې باطلې اعلان شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو شاوخوا یو ویشت هغه کاندیدان ناکام اعلان کړل چې تقریباً ټول په لومړنیو پایلو کې ګټونکي اعلان شوي وو.

هغه یوویشت کسان چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د درغلیو له امله ناکام اعلان کړل د ولسي جرګې په انتخاباتو کې په دولسو ولایتونو پورې مربوط کاندیدان دي، چې نولس تنه یې په لومړنیو پایلو کې ګټونکي بلل شوي وو.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمد ضیار رفعت وايي، د دغو کسانو ټولې رایې د درغلیو په اړه د کره شواهدو له مخې باطلې اعلان شوي دي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د یادو شویو کسانو نومونه رسنیو ته په ډاګه کړل:

"پکتیکا: حاجي محمد رحیم کټوازی. وردک: حاجي وحید کلیمزی. فاریاب: ګل محمد پهلوان. کندهار: حشمت خلیل کرزی، نیاز محمد، حاجي امیر لالی. بدخشان: څارونوال عبدالرووف. بغلان: حاجي عاشق الله وفا او ډاکټر محمد نسیم مدبر.

سمنګان: الحاج احمد خان سمنګاني. هرات: حاجي عزیز احمد نادم، الحاج رحیمه جامي، محمد معروف فضلي، احمد وحید طاهري او سید محمد شفیق."

په ناکامو اعلان شویو کاندیدانو کې له پروان نه حاجي فاضل سید خیلي هم شامل دی.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون یاد شوي کسان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه زرګونو شکایتونو له مخې له اوږدو څیړنو وروسته ناکام اعلان کړل.

په دې کسانو کې اوه تنه د ولسي جرګې برحاله وکیلان هم شامل دي.

ښاغلي رفعت وويل، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د خپلو څیړنو په ترڅ کې له دریو سوو د ډیرو محلونو رایې باطلې کړي دي.

نوموړي وویل، ښايي یو شمېر نور ګټونکي هغه کاندیدان هم د ناکامانو په کتار کې ودریږي، چې ډیرې رایې یې باطلې شوي دي.

بل خوا د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا له دغه اعلان سره جوخت په کابل کې د بیلابیلو ولایتونو په لسګونو کاندیدانو د دې څیړنې او د انتخاباتو د پروسې په اړه اعتراض وکړ.

له دوی څخه د لیاقت علي په نوم د نورو کاندیدانو په استازيتوب په یوه خبري کنفرانس کې داسې وویل:

"له دې دریځ نه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته خبرداری ورکوو، چې که چیرې د یوه داسې کار په صحت لاسلیک کوي، چې سراسر په درغلیو ترسر شوی، نو د افغانستان خلکو ته به د منلو وړ نه وي او د افغانستان خلکو پریکړه کړې، چې لکه څرنګه یې چې تراوسه پورې سوله یېزې مظاهرې کړي دي، وروسته له دې لا شدیدې او پراخې مظاهرو ته دوام نه یوازې په کابل بلکې په اکثرو ولایتونو کې ترسره کړي."

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو شاوخوا دوه میاشتې کیږي، خو تراوسه پورې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یې د وروستیو پایلو په اعلان نه دی بریالی شوی.

اوس چې انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د شکایتونو په اړه خپره څیړنه پای ته رسولې د دې تمه پیدا شوې چې ښايي وروستۍ پایلې په څو ورځو کې اعلان شي.
XS
SM
MD
LG