د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

اوباما د لیزبون تر غونډې مخکې خپلو امنیتي سلاکاروانو سره غونډه وکړه


د امريکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما
د امريکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما

ټاکل شوې ده سباته د پرتګال په پایتخت لیزبن کې د ناټو سرمشریزه چې د بحث یوه مهمه مسله یې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د سپارلو موضوع ده جوړه شي.د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ناټو په سرمشریزه کې له ګډون د مخه پرون له خپلو

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ناټو په سرمشریزه کې له ګډون د مخه پرون له خپلو جګپوړو امنیتي سلاکارانو سره وکتل. په دې سرمشریزه کې به چې سبا او بل سبا د پرتګال په مرکز لیزبن کې جوړیږی، تر۲۰۱۴ کاله پورې رسما افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو پلان تصویب شي.
په دې غونډه کې چې په میاشت یوځلې په سپینه ماڼۍ کې جوړیږي، د بارک اوباما امنيتي او پوځی سلاکارانو او د سيمې لپاره د هغه استازیو برخه واخیسته.

سپینی ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په دې غونډه کې اوباما ته په سیمه کې د القاعده شبکې د تخریبولو، له منځه وړلو او ماتولو په برخه کې د پرمختګونو په باب معلومات ورکړل شول.

د فرانسپرس خبری اژانس د راپور له مخې اوباما وروسته په لیزبن کې د ناټو د سرمشریزی لپاره په تیاریو اود افغانستان په ارتباط په دې هیواد کې د ناټو د روزونکې ماموریت لپاره د نوروپوځي روزونکو په برخه کې د ځینو هیواداونو د وروستیو ژمنو او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو پرموضوع تمرکز وکړ.

د کاناډا په شمول یوشمیر هیوادونو په وروستیو کې د افغان پوځیانو د روزونی د ګړندي کولو لپاره دې هیواد ته د سلګونو پوځي روزونکې د استولو ژمنې کړي، ترڅو تر۲۰۱۴ کاله پورې چې د افغانستان د امنیتي چارو مسولیت افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږی، د دی هیواد د ملی اردو لپاره کافی پوځیان وروزی.

د لیزبن د غونډی یوه اساسی موضوع هم تر۲۰۱۴ کاله پورې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو په اړه په هغه پلان بحث کول دی چې په ترڅ کې یې د راروان کال له پیله په تدریجی ډول د افغانستان د مختلفو ولایتونو کنټرول افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږی.

د سپنې ماڼۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دغه راز په دې غونډه کې له افغانستان سره زموږ د اوږدې مودې شراکت د پرمختګ موضوع هم وڅیړل شوه.

سپینې ماڼۍ وویل دا غونډه په پاکستان کې د سخت دریځو وسله والو د له منځه وړلو او په سیمه کې د ثبات د هڅو په برخه کې د هغو پرمختګونو په څیړلو سره چې د پاکستان او امریکا د ستراتیژیکې ډیالوګ په چوکاټ کې ترلاسه شوی ، پای ته ورسیده.

ټاکل شوی ده چې اوباما د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نن د لیزبن په لورروان شي.
هغه یوکال مخکې افغانستان ته د وسله والو طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړی کېدو لپاره دې هیواد ته د دیرش زره نورو سرتیرو د لیږلو د پریکړې ترڅنګ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۱ کال له جولاۍ میاشتې به له دی هیواده د امریکایی سرتیرو ایستل پیل کړی.

خو سپیڼی ماڼۍ روانه اونۍ دا افشاه کړه چې په دې پلان کې بدلون راغلی او یوشمیر امریکایی ځواکونه ښایی له ۲۰۱۴ کال وروسته چې له دی هیواده د ځواکونو د وتلو د پروسی د پشپړولو لپاره وروستې نیټه ټاکل شوې ده، هم په دې هیواد کې پاتې شي.

د افغانستان او پاکستان په چارو کې د بارک اوباما همکار دوګ لوټی د تیرې سه شنبه په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې په وروستۍ یوه کال کې د نړیوالو ځواکونو د پیاوړي کېدو په نتیجه کې د دی شرایط برابر شوی چې د راتلوکې کال له دوبی څخه له دی هیواده د امریکایی ځواکونود وتلو بهیر پیل شی، خو د هغه په وینا دا د یوې ورځې مسله نه ده چې یودم بشړه شي بلکې دا یوه تدریجي انکشافي پروسه ده چې بهیر به یې له نژدې څارل کېږي. د افغانستان حکومت او نړیوال ځواکونه به په ګډه پردې بهیر څارنه کوي په دې مانا چې دوی به د سیمو د شرایطو له څیړلو وروسته پریکړه کوي چې د امنیتي مسولیتونود سپارلو پروسه په څه ډول پرمخ لاړه شی.

د پلان له مخې د ناټو ځواکونه به د راروان کال له پیله په هغو سیمو کې امنتیي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري چې کولای شي د دغه مسولیت له عهدې ووځي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د هیواد دامنیتي مسولیتونو د سپارولو پلان چې ولسمشر حامد کرزی وړاندې کړی، نړیوالې ټولنې یې د تیرې جون په میاشت کې ملاتړ وکړ.

د دی پلان له مخې د ۲۰۱۴ کال ترپایه پورې باید د ټولو ۳۴ ولایتونو امنیتي مسولیتونه په پشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونوته وسپارل شی.

د افغانستان او پاکستان په چارو کې د اوباما همکارښاغلی لوټی زیاته کړه کله چې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو پښودریږی، دوی به یواځی پرینښودل شی بلکه د ناټو ځواکونه به یی ترشا ولاړوی او له افغانستان سره به خپل شراکت ته تر هغو پورې دوام ورکړی چې د دی هیواد د امنیتي ځواکونو د پرمختګ چاری پشپړی شوی نه وی.

په همدی حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیلری کلینتن پرون په واشنګټن کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبری کنفرانس کې وویل چې د لیزبن په سرمشریزه کې به د هغی ستراتیژی ملاتړ وشی چې له مخېپه څلورو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو ته امنیتي مسولیتونه سپارل کېږی.

(( موږ هیله من یو چې له راتلونکې ۲۰۱۱ کال څخه د امنیتي مسولیتونو بهیر په هغو سیمو کې پیل کړوچې زموږ په نظر اوس پکې کافی روزل شوی افغان پوځیان حضور لری چې کېدای شی چاری ور وسپارل شی. افغان امنیتي ځواکونه اوس عملا په یوشمیرسیمو کې امنیتي چاری په خپله سمبالوی او اوس موږ د دغی پروسی په منځ کې او دا څیړو چې په څه ډول دغه پروسه تکمیله کړو.))

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ وویل نړیواله ټولنه د امنیتي مسولیتونو سپارلو چلینج ته تیاره ده. هغه وویل موږ دغه هدف ته په راتلونکو څلورو کلونو کې رسیدلی شو. دا اوږده موده ده، د هیګ په وینا لومړنۍ نړیوالې جګړې همدومره دوام کړی وو.
XS
SM
MD
LG