د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

د فرانسې د دفاع وزیر وايي افغانستان یوه لومه ده


د فرانسې پیرغ
د فرانسې پیرغ
د فرانسې د دفاع نوي وزیر الېن ژوپې دچارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان د ټولو ښکېلو اړخونو لپاره د یوه دام حیثیت لري.
ژوپې چې پخوا یې د فرانسې د صدراعظم په توګه هم کار کړی، په کابینه کې د ولسمشر نیکولاس سارکوزي له خوا د نویو بدلونونو په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ د دفاع وزیر په دنده وګومارل شو.

له دې مخکې هم داسې تمه کېده چې فرانسه به په راتلونکي کال کې، په دې هېواد کې د ۲۰۱۲ کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي، خو د نوي دفاع وزیر څرګندونو دا توقعات نورهم زیات کړل.

که څه هم په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جګړه په فرانسه کې ډېر پلویان نلري خو دې هېواد خپل شاوخوا درې نیم زره سرتېري افغانستان ته استولي دي او تراوسه یې لږترلږه پنځوس سرتېري له وسله والو مخالفینو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

د فرانسې پخواني دفاع وزیر هېرو مورین مخکې ویلي و، چې هېواد به یې په ۲۰۱۱ کال کې د خپل مسوولیت له دوو زونونو څخه په یوه کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو هڅه وکړي.

الېن ژوپې له یوروپ ون په نوم راډیو سره په مرکه کې وویل چې فرانسه به هڅه وکړي څو د جګړې په ډګر کې د جګړې چارې ګام په ګام افغانانو ته وسپاري او د لزبن په غونډه کې به دا څېړنه وکړي چې څنګه افغان ځواکونو ته د هغو سیمو امنیت وسپاري چې اوس د فرانسوي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

ژوپې وویل، دا به موږ ته موقع راکړي څو دهغه مهال وېش له مخې چې دقیق هم نه دی، په دې اړه غور وکړو چې څنګه خپل ځواکونه له وضعیت سره سم تنظیم کړو.

نوموړي زیاته کړه، موږ یوه ورځ له افغانستانه وزو، خو موږ به دا کار هغه وخت وکړو چې د افغانستان حکومت د امنیتي مسوولیتونو منلو ته چمتو وي.
په افغانستان کې د فرانسې پوځي حضور، په دې هېواد کې د افراطي وسله والو له خوا د احتمالي حملو په وړاندې د امنیتي احضاراتو د یوه مهم علت په سترګه کتل کېږي.

د القاعده مشر اسامه بن لادن تېره میاشت د لومړي ځل لپاره په خپله وینا کې فرانسې ته ګواښ وکړ او په شمالي افریقا کې د خپلې شبکې د څانګې له خوا د پنځو فرانسوي اتباعو نیول یې تایید کړل.

د فرانسې دفاع وزیر الېن ژوپې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په نایجریا کې نیول شوي د ارېوا Areva د انرژۍ د کمپنۍ پنځه تنه مامورین به ژوندي وي کنه، وویل چې په اوس وخت کې د دې فرانسویانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره کافي دلایل شته.
XS
SM
MD
LG