د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

کرزي د لوی اختر په ورځ یو ځل بیا د مخالفینو نه وغوښتل چې له جنګه لاس واخلي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت په خپل لنډ پیغام کې د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وویله او هیله یې وکړه چې اختر په سوله او ارامۍ کې تېر کړي.

ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ د ارګ د ماڼۍ په جومات کې په داسې حال کې چې د کابینې او ملي شورا یو شمېرغړي او ځینې نور دولتي چارواکي هم حاضر وو د لوی اختر لمونځ ادا کړ.

ولسمشر کرزي هیله وښوده چې د لوی اختر په برکت پر مسلمانانو سربیره د نړۍ ټول خلک په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي:

(ګاونډیانو ته ،د سیمې مسلمانانو ته او د نړۍ مسلمانانو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم خدای د ددې نیکې ورځې په برکت افغانانو ته سوله او کورنیو کې امن او تل پاتې خوشالي راولي او خدای تعالی دې د نړۍ مسلمانانو ته هغه امن او ژوند په نصیب کړي چې انساني هیله ده. )

ښاغلي کرزي د لوی اختر په مناسبت یو ځل بیا د دولت په ټولو وسله والو مخالفانوغږ وکړ چې له مخالفت څخه لاس واخلي او
ولسمشر کرزي د اختر د خوشالو په حال کې
د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

ولسمشر حامد کرزي وویل، چې د سولې عالي شورا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هلې ځلې پیل کړي او وسله وال مخالفان باید د دې شورا هڅو ته هرکلۍ ووایي او د خپل هېواد په بیا جوړولو کې رغنده ونډه واخلي:

(یو ځل بیا له خپلو ټولو وروڼو او هېوادوالو څخه چې نا راضه دي او یا یې په هر دلیل د خپل هېواد او خلکو په وړاندې وسلې پورته کړي غوښتنه کوم چې د افغانستان د خلکو د سولې هڅو ته لبیک ووایي او د سولې د عالي شورا له لارې سوله ایز او ارام ژوند ته مخه کړي، تر څو له دې وروسته زموږ خلک په غم او بدبختۍ کې ژوند ونه کړي.).

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د وسله والو مخالفانو مشر د لوی اختر په مناسبت پیغام کې له افغان دولت سره هر ډول خبرې اترې رد کړي دي.

طالبانو ویلي دي، چې دوي د افغانستان د موجوده ستونزو دایمي حل غواړي چې هغه له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

خو افغان دولت وایي، چې بهرني ځواکونه به تر هغه وخته په دې هېواد کې وي چې ورته اړتیا ولیدل شي او افغان ځواکونه له خپلې خاورې څخه د بشپړې دفاع جوګه شي.

په عین حال کې د کابل ښار په بېلابېلو جوماتونو کې ملا امامانو او خطیبانو هم د اختر د لمانځه په خطبو کې د ولسمشر کرزي په څیر له ټولو افغانانو نه غوښتنه وکړه چې په خپل هېواد کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره هڅې وکړي او خپلې ټولې ستونزې د سولې او خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
XS
SM
MD
LG