د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

هیلري کلنټن د کرزي د څرګندونو په ځواب کې د امریکا دفاع وکړه


د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د څرګندونو په ځواب کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو دفاع وکړه، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا د امريکا د کانګرس او سپيني ماڼۍ عکس العمل را وپاراوه.

يوې امريکايي سناتورې خبريالانو ته وويل، چې دا د اداري فساد په له منځه وړلو کې د کرزي پر ژمنو او د امريکا د اوږدې مودې متحد په توګه د هغه پر وړتيا ډيره انديښمنه ده.

د سنا جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې غړي ډموکراتي سناتورې کريستين ژيلي براند چې تازه د افغانستان له سفره ستنه شوې او له خپلو ملګروسره يي يوځای په کابل کې له کرزي سره ليدلي وو، وويل، کرزي د امريکا د ګټو خلاف دريځ غوره کړي دي.

کرزي د تېرې شنبې په ورځ په خپلو څرګندونو سره يوځل بيا يو شمېر کسان په واشنګټن کې هک پک حيران کړل، هغه له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د يکشنبې په ورځ خپره شوه، په افغانستان کې د شپې له خوا د امريکايي خاصو ځواکونو د عملياتو د پای ته رسېدو او په ټول افغانستان کې د پوځي عملياتو د کموالي غوښتنه وکړه.

د امريکا د بهرنيو چار وزيري هيلیري کلينتن د کرزي د دې څرګندونو په عکس العمل کې وويل، د امريکا پوځ د شپې له خوا د عملياتو حساسيت ته په پام سره په خپلو تکتيکونو بيا غور کړی خو دا د امريکايي ځواکونو د عملياتو دفاع کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن پرون وويل، چې د اسرايل صدراعظم بينامين نيتانياهو د امريکا پرهغه وړانديز په غور کولو سره جدي هلې ځلې کوي، چې په کې په موقت ډول د يهودانو د کورونو جوړولو د پلان د ځنډولوغوښتنه شوې ده.

کلينتن دغه څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغې وکړې، چې د اسرايل صدراعظم خپلې کابينې ته د دغه وړانديز په اړه چې په موقت ډول په لويديځه غاړه کې د ۹۰ ورځو په مخه د نوېو کورونو جوړولو د پلان د ځنډېدوغوښتنه شوې، معلومات ورکړل.

کلينتن په دې اړه زيات جزيات ورنه کړل خو ويي ويل، چې موږ په دې اړه له اسرايليانو او فلسطينيانو سره نژدې په تماس کې يو.

د امريکا د دغه وړانديز جزيات د شنبې په ورځ د نيتانياهو نژدې کړېو ته وړاندې شول او يوه ورځ وروسته کابيني ته وړاندي شول.

فلسطينيان ټينګار کوي چې دوي ته يواځې يو پراخ بنديز د منلو وړ دي، په دې مانا چې د ختيځ بيت المقدس په ګډون دې د يهودانو لپاره د استوګن ځايونو د جوړولو کار په بشپړه توګه ودرول شي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې د يوه کال په موده کې يوې موافقې ته د رسېدو هدف به غير واقعي وي ځکه د اسرايلو د ميشت ځايونو پرسر په ټپه دريدلي حالت رامنځته شوي دي.
XS
SM
MD
LG