د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د څارنې او انسجام مشترک بورد خپله ۱۵مه غونډه په کابل کې ترسره کړه


د افغانستان د څارنې او انسجام مشترک بورد
د افغانستان د څارنې او انسجام مشترک بورد
د افغانستان د څارنې او انسجام د مشترک بورد په ۱۵مه غونډه کې زیاتې خبرې د کابل له کانفرانس څخه وروسته د افغان حکومت د پرمختګ ، خپله د حکومت له خوا د نړېوالو مرستو د زیاتي فیصدي لګولو او د لا زیاتې همغږۍ په اړه وشوی.

د افغانستان د ماليي وزیر ډاکټر عمر زاخیلوال چې د ملګروملتونو د ځآنګړې استازي سټیفن ډیموستورا سره يي په ګډه د دغه کانفرانس مشري کوله وویل، چې د کابل په کانفرانس کې له شوېو ژمنو څخه يي ۷۰ فیصده عملي شوي دي.

ښاغلي زاخیلوال وویل، چې افغان حکومت چمتو دی چې د لا زیات پرمختګ لپاره زیات کارونه ترسره کړي خو د دغو اهدافو ته د رسېدو په لاره کې د نړېوالې ټولنې مرستې اړینې دي:

"په راتلونکې ګام کې به موږ د عملي کېدو یا تطبیق مرحلې ته ورسیږو، زموږ پرمختګ ستاسو د ژمنو په عملي کېدو پورې اړه لري، ځکه موږ د تطبیق د پروګرام لپاره سرچینو ته اړتیا لرو.

که چېرې منابع د حکومت د بودیجې له لېارې و نه لګول شي او د راتلونکو دوو کلونو پروګرامونه به مو یواځې د کاغذ پرمخ پاتې وي."

افغان حکومت د کابل په کانفرانس کې چې د جولای د میاشتې په ۲۰ نېټه جوړ شوې وه د ن ۷۰ هېوادونو او ملګرو ملتونو د استازو په حضور کې ژمنه کړې وه چې د سولې، امنیت، غوره حکومت دارۍ، د فساد او نشه يي موادو سره د مبارزې او یو شمېر نورو برخو کې زیات څه وکړي.

مرستندویه هېوادونو هم د افغان حکومت د دغو ټولو طرحو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يي وکړه چې خپلې زیاتې مرستې به د افغان دولت د بودیجې له لیارې د افغان حکومت له خوا په ټاکل شوېو لومړیتوبونو باندې ولګوي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټیفن ډیمستورا وویل، چې د ستونزو سره سره افغان حکومت په هغو برخو کې چې يي ژمنه کړې وه کار کړی دی،ښاغلي ډي مستورا داسې زیاته کړه:

"د یادو شوېو ټکو په نظر کې نیولو سره موږ دا نه وایو چې یواځې افغان حکومت دې ټینګ ګامونه پورته کړي بلکه موږ هم باید خپل رول ادا کړو او هغه کارونه ترسره کړو چې د قرارداد له مخې پر موږ پورې اړه لري."


د افغانستان د څار او انسجام بورد په دغې غونډه کې د کابیني یو شمېرغړو ، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یو شمېر هېوادونو استازو ګډون کړی وه.

دغه غونډه په هرو درېیو میاشتو کې یوځل جوړیږي، افغان کارپوهان په دې اند دي چې د داسې غونډو پریکړې ډیر مهمې وي او باید تعقیب شي ځکه په تېرو وختونو کې دې ټکې ته چندان پاملرنه نه وه شوی.

راپور- مجاهد جواد،کابل
XS
SM
MD
LG