د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۹

پاکستاني طالبانو د کراچۍ د برید مسولیت ومانه


ویل کېږي دې چاودنې شا او خوا ودانیو ته هم درانه زیانونه اړولي دي.
ویل کېږي دې چاودنې شا او خوا ودانیو ته هم درانه زیانونه اړولي دي.

دغه برید دکراچۍ دښارپه یوې حساسه سیمه کې چیرته چې دامریکا قونسلګري او هوټلونه موقعیت لري دپولیسو دجنایي تحقیقاتو په دفترباندې وشو

دکراچی په ښار کی دپولیسو په دفترباندې دتیرې شپې برید څرګندوي چې دپاکستان ددولت وسلوال مخالفین سره له دې چې په قبایلی سیمو کې دامریکایي بې پيلوټه الوتکو دمکررو بریدونو لاندې دي بیاهم کولای شي له خپلو اډو لرې سیمه کې بریدونه وکړي .
دپیښي یو عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل :

(( اول ډزې شروع شوی، د سي ای ډي پر دروازه ، زه لږشانته لرې ناست وم ، ناڅاپه تقریبا اته نهه کسان راغلل ، لاس کې یې وسلې وې ، ډزې تقریبا شل مینټې وچلیدې ، او بیا په رام راغی شیزورګاډی یې راووستو ، غټ ګاډی وو پوره د بارودونه ډک و ، ور یې کولاو کړ او دهماکه وشوه .))

پاکستانی طالبانو چې له القاعده شبکې سره اړیکې لري په روستیو کلونو کې دپاکستان ثبات او امنیت له لوی ګواښ سره مخامخ کړی دی .

ددوی انتحاری ډلو په ورستیوکلونو کې په دولتي او بهرنیو اهدافو باندې دخپلو بریدونو په نتیجه کې زرګونه کسان وژلي دي چې اکثریت یې ولسي خلک وو.

ددغو بریدونو په نتیجه کې په دولت باندې دخلکو باور کمزوری شوی دی .
دکراچۍ یوې اوسیدونکې چې دبرید په نتیجه کې یې خپلوان ټپیان شوي دي ازادۍ راډیو ته وویل .

(( زما دماما دلورکورزیانمن شوی دی ، هغوی زخمیان شوی دی . زر کیلو بم وو ، څه معمولی بم خو نه وو. دزلزلې غوندي جټکې راغلې . حکومت له پکار دي چې ددې غریبانانو څه غم وکی ، داسې نه شي چې حکومت په ارامه کیني . حکومت له پکاردي چې اوس دغریبانو مدد وکړي .))

ضیاء الرحمن، ددفاعي او سیاسي چارو کارپوه چې په کراچۍ کې اوسي دتیرې شپې دبرید په اړه چې دښارپه یوی حساسه سیمه کې دپولیسو دجنایی تحقیقاتو په یو دفتر باندې وشو وایي چې ددغه مرکز افسرانو دتروریزم ضد مبارزې په ترڅ کې په تیرو څو میاشتو کی دلشکر جنګوي او تحریک طالبان پاکستان ګڼ شمیرکسان نیولي وو او برید دغچ اخیستلو لپاره شوی دی .

(( دسي اۍ ډي څلورافسران دي ، اس اس پي چوهدری اسلم ، اس اس پي فیاض خان ، اس اس پي شاهد ، او اس اس پي مدد مشواڼی ، دوی په تیرو یولسو دوولسو میاشتو کې دکالعدم لشکرجنګوي او تحریک طالبان پاکستان درجن خلک نیولی وو. دوی دوه ورځې مخکې داقبال باجوړي په نوم یو بل کس هم نیولی وو . نو ددغه برید هدف همدا څلورافسران و خودبرید په مهال دغه افسران په دفتر کې نه وو.))

دپاکستانی پولیسو دجنایی تحقیقاتو څانګه یا CID په کراچۍ کې دتروریزم ضد مبارزه کې مخکښ رول لري .

دوی څو ورځې مخکې دلشکر جنګوی ډلې شپږکسه نیولی وو دغه کسان دروانې اونۍ په پیل کې محکمې ته هم وړاندې شوي وو.

لشکرجنګوي چې له القاعده شبکې سره ارتباط لري ویل کیږي چې په پاکستان کې یې په مهمواوحساسو اهدافو بریدونه کړي دي .

اسلامی وسله والو ډلو دکراچۍ په ګڼ نفوسه ښار کې چې څوارلس ملیونه وکړي لري پناه اخیستې ده .

دوی په وروستیو کې په شیعه ګانو او دصوفیانو په مزارونو باندې بریدونه کړي دي .
XS
SM
MD
LG