د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

بارک اوباما په جنوبي کوریا کې د سیمې پر امنیت وغږېده


د جنوبي کوریا له مشر سره اوباما د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ د شمالي کوریا د اتومي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې
د جنوبي کوریا له مشر سره اوباما د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ د شمالي کوریا د اتومي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسیایي هېوادو د لس ورځني سفر په ترڅ کې نن په جنوبي کوریا کې د دغه هېواد له مشرانو سره وکتل.

د جنوبي کوریا له مشر سره اوباما د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ د شمالي کوریا د اتومي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وروسته تر دې چې د جنوبي کوریا له ولسمشر لي میونګ بک سره په سیول کې ولیدل، خبریالانوته یې وویل، ده او ولسمشر لي د دوه اړخیزه سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې او پریکړه یې وکړه چې د ازاد تجارت دستور العمل ژر تر ژره بشپړ شي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې دواړه غاړې نه غواړي چې دا پریکړه میاشتې وخت ونیسي، دوي غواړي چې په څو اونیو کې لایحه تکمیل شي.

د دې پریکړې په اړه بیا د جنوبي کوریا ولسمشر څرګنده کړه چې دواړو ولسمشرانو د مالیې له وزیرانو غوښتې دي چې د لایحې جزییات ژر تر ژره ولیکي.

د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا د اتومي پر ګرامونو د ګواښونو په اړه هم وغږېده، د شمالي کوریا له لوري د جنوبي کوریا د یوې بیړۍ د غرقېدو پېښه اوباما وغندله.

دا بیړۍ د اوبو لاندې توغندي باندې روان کال ویشتل شوې وه، د امریکا ولسمشر وویل، شمالي کوریا باید وپوهیږي چې امریکا تل پر دې ژمنې ولاړه ده چې له جنوبي کوریا سره یې د امنیت په برخه کې کړې ده.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا پر شمالي کوریا غږ وکړ چې اتومي پروګرامونو ته شا کړي او بیا دې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي، اوباما وویل، که شمالي کوریا په دې برخه کې راوړاندې شي نو امریکا او نوره نړیواله ټولنه به مرسته ورسره وکړي:

« له جنوبي کوریا او نورو نړیوالو ملاتړو سره امریکا دې ته چمتو ده چې له شمالي کوریا سره اقتصادي مرستې وکړي څو بیا له نړیوالې ټولنې سره د دغه هیواد یو ځای کیدل اسانه شي، خو شرط دا دی چې شمالي کوریا خپل مسوولیتونه پر ځای کړي»

د امریکا ولسمشر همداراز په جنوبي کوریا کې له چین سره د اقتصادي اړیکو د پراخیتا په اړه خبرې وکړي او و یې ویل چې له چینایي مشرانو سره یې په اقتصادي برخو کې په خبرو کې پرمختګ کړی دی.

د نړۍ د شلو صنعي هیوادونو د کنفرانس تر څنګ بارک اوباما په سیول کې د چین له ولسشمر هو جین تاو سره ولیدل. اوباما وویل، امریکا او چین د نړۍ د دو پرمختللیو اقتصادي ځواکونو په توګه دا مسوولیت لري چې د نړۍ د اقتصادي توازن او پرمختګ ضمانت وکړای شي.

امریکا په دې باور ده چې چین په مصنوعي ډول د خپلو پیسو بییه ټیټه ساتلې ده، چې له دې سره تجارتي توازن ګډوډیدای شي. اوباما ټینګار وکړ چې پیکنګ دې د خپلو پیسو بییه ازاده پریږدي.
XS
SM
MD
LG