د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۷

د پاکستان وزیرانو شورا د اوباما پریکړه وغندله


د امریکا ولسمشر روانه اونۍ په هند کې اعلان وکړ، چې که چېرته دغه هېواد د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دایمي غړیتوب ترلاسه کوي نو واشنګتن به یې ملاتړ وکړي.

د پاکستان حکومت د امریکا د دې هڅې غندنه کړې ده چې د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د هند د غړیتوب ملاتړ کوي، پاکستان وایي، دا ملاتړ له هغه سیاست سره په ټکر کې دی چې هند یې په کشمیر کې پرمخ وړي.

پاکستان او هند په سیمه کې سیالۍ کوي او له نولس سوه اووه نویم میلادي کال راپه دې خوا چې پاکستان له هنده بیل شوی دی، دغو دو هېوادو درې ځلې جګړه کړې ده او په دغو جګړو کې دوي د کشمېر پر سر وې.

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ په هند کې وویل، امریکا به په امنیت شورا کې د دې بدلون ملاتړ وکړي چې هند ته هم دایمي غړیتوب ورکړي.

د پاکستان حکومت د اوباما پر دې څرګندونو ډیره مایوسي ښکاره کړه، په اسلام اباد کې د وزیرانو د شورا له غونډې وروسته په یوه خپاره کړي بیان کې پاکستان وویل، چې دا د منلو نه ده چې امریکا په دې برخه کې د هند حمایت کوي، د هغه هېواد چې د ملګرو ملتو او د نړېوالو قوانینو له مخې یې چلند د پوښتنې وړ دي.

د پاکستان د حکومت په بیان کې وړاندې تور پورې شوی دی چې هند په کشمیر کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د دې سیمې په اړه یې مخکې د ملګرو ملتو پریکړو ته درناوی نه دی کړی.

بل لور ته د اسوشیتد پریس اژانس د یوه پاکستاني مسوول په وینا څرګنده کړې ده چې یو امریکایی چې وسلې ورسره وې په هوایي ډګر کې نیول شوی دی.

د لاهور د هوایي ډګر امنیتي مسوول محمد ظفر وویل، له دغه امریکایي چې د پنجشنبې په ورځ ونیول شو پوښتنې روانې دي.

ظفر د دغو وسلو په اړه نور توضیحات ورنه کړل او دا یې هم څرګنده نه کړه چې دا سړی له پاکستانه بهر روان و که پاکستان ته ور روان و.

د اسوشیتد پریس اژانس په وینا د امنیت شورا د غړیتوب لپاره له هنده د امریکا ملاتړ کافي نه دی د پنځو هیوادو په دې شورا کې د غړیتوب لپاره باید هند یو شمیر اصلاحات وکړي چې دا کار کلونه غواړي.
XS
SM
MD
LG