د امریکا جمهوري غوښتونکي مخکښ سناتور جان مککین وایي، له افغانستانه د راتلونکي کال له نیمایي څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پریکړه غلطه ده او ولسمشر بارک اوباما ته پکارده چې دا واضح کړي چې له دې هېواده د هر ډول ځواکونو ایستل باید په شرایطو پورې تړلي وي.
جان مککین چې له څو تنو نورو سناتورانو سره کابل ته تللی دا خبرې پرون په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وکړې ښاغلي جان مککین زیاته کړه:
(د ۲۰۱۱ کال له نیمایي، له جولای میاشتې څخه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د نېټې ټاکل سم کار نه و.
دا غلط پیغام ورکوي او ستونزه رامنځته کوي. موږ ته، د امریکا ولسمشرته پکار ده چې دا واضح کړي چې که له افغانستانه ځواکونه ایستل کیږي نو باید هغه په مطلق ډول په شرایطو پورې تړې وي.
زه د دغه لویې معاملې اغیزو ته نه یواځې دلته اندیښنه لرم بلکه دا به زموږ دښمن زړور کړي او هم به زموږ ملګري زړه نا زړه کړي.)
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېر کال په ډیسمبر کې افغانستان ته د دیرش زره نورو سرتېرو د لیږلو له اعلان سره سم وویل چې د ۲۰۱۱ کال له نیمایي څخه به له دې هېواده د امریکایي ځواکونو ایستل پیل کړي.
خو جمهوري غوښتونکو چې د کانګرس لپاره د منځنۍ دورې په وروستیو انتخاباتو کې یي ستر بری ترلاسه کړی، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له ایستلو سره مخالفت څرګند کړی او له ولسمشر بارک اوباما یي غوښتي چې پر خپلې پریکړې له سره غور وکړي.
مککین چې دا مریکا د مشرانو د جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې غړی دی او د ۲۰۰۸ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بارک اوباما رقیب وو، دغه راز وویل چې دی په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د وروستیو شپږو میاشتو له پرمختګه ډیر راضی دی.
هغه وویل د دښمن په وړاندې وروستیو تصفیوي عملیاتو ته زمینه هله برابره شوه چې دی هېواد ته نور سرتېري واستول شول،
خو مککین وویل چې له دغو پرمختګونو سره سره ډیر کار لا پاتی دی چې باید ترسره شي.
افغانستان ته له سناتور جان مککین سره په دی سفر کې سناتور جوي لیبرمن، لیندسي ګراهام او کیرستین ګیلیبراند ملګری دی.
څلورو واړو سناتورانو پرون مخکې له دې چې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وګوري د امریکا په سفارت کې په جوړه شوی خبري غونډه کې له هغه وغوښتل چې باید په خپل حکومت کې اداري فساد له منځه یوسي که نه د دوي په وینا هغه پوځي بریاوې به چې د جګړې په ډګر کې ترلاسه شوي، له لاسه ووځي.
مککین وویل دی او درې واړه ملګري به یي له کرزي سره په کتنه کې د افغانستان په ادارو کې د رشوت او اداري فساد په اړه چې اوج ته رسېدلی خپلې اندیښنې شریکې کړې.
هغه وویل، موږ د حکومت په ټولو سطحو کې د اداري فساد د دوام په اړه ډیر اندیښمن یو ځکه که د دغې ډيرې جدي ستونزې په وړاندې اقدام ونشي نو به تر لاسه شوي پرمختګونه له خطرسره مخامخ شي.