واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې په افغانستان کې د دولت د مامورینو د اضافي معاشونو په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې لیکې، وروسته له هغې چې د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي ومنله د جمهوري ریاست د دفتر د مصارفو لپاره یې له ایران څخه نغدي پیسې تر لاسه کړي، د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د خاص پلټونکي دفتر په یوه راپور کې په ډاګه کړه، چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې واشنګټن، د افغانستان د دولتي مامورینو د اضافي معاشونو په مقصد شپږ اعشاریه شپږ میلون ډالره لګولي دي.
واشنګټڼ پوست لیکې، د افغانستان لپاره د امریکا د خاص پلټونکي په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې فعال امریکایي سازمانونه هره میاشت، د افغانستان ۹۰۰ تنو دولتي مامورینو ته څه د پاسه یو میلون ډالره اضافي معاشونه ورکوي.
په راپور کې ویل شوي، د دغو کسانو ستر شمېر د پوهنې وزارت او د جمهوري ریاست مامورین دي.
واشنګټن پوست زیاتوي، د امریکا د متحده ایالاتو د پراخیتا او مرستو نړیواله موسسه یا USAID چې دا پیسې یادو مامورینو ته ورکوي، د ۲۰۰۷ میلادي کال د جنورۍ له میاشتي څخه یې تر روان ۲۰۱۰ کال پورې ټول ټال ۱۹ میلونه ډالره د افغانستان مامورینو ته د اضافي معاشونو په نامه ورکړي دي.
د ورځپاڼې په بارو، د معاشونو اندازه توپیر لري. د مثال په ډول، د جمهوري رییس کرزي په دفتر کې یوشمېر مامورین چې اصلي معاشونه یې په میاشت کې شاوخوا دوه سوه ډالره دي، هر میاشت له ۱۵۰۰ څخه تر ۴۳۰۰ ډالرو پورې اضافي معاشونه تر لاسه کوي.
هغه شمېر جګ پوړې مامورین چې میاشتنی معاش یې دوه زره امریکایي ډالره دی، ۱۴۰۰ ډالره د دسترخوان په نامه او پنځه زره ډالر نور د اضافي معاش پیسې هم تر لاسه کوي.
واشنګټن پوسټ وړاندې لیکې، د ځینو وزارتونو هر ویاند د میاشتي ۴۶۰۰ ډالره او د ځینو د میاشتې ۱۸۰۰ ډالره اضافي معاش لري.
فارن پایلیسي:
فارن پالیسي خپرونه چې په امریکا کې خپریږي، د افغانستان په جګړې کې د پاکستان د نه همکارۍ په اړه یې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په استناد لیکلي:
پاکستان، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د ستونزو محور دی. دا که د افغانستان جګړه ګټل کېږي او یا بایلل کېږي، بیا به هم پاکستان د متحده ایالاتو د یوه ډېر پیچلې متحد په حیث پاته وي.
فارین پالیسي وړاندي لیکې، د نهو کالو جګړو وروسته لا هم موږ دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلای، چې پاکستان له موږ سره دی او که زموږ پر ضد دی؟
د خپرونې په باور، متحده ایالات، یوه بل نوی زړه ور سیاست ته اړتیا لري، چې له پاکستان نه وغواړي په ټولو برخو کې باید خپل لین او دریځ روښانه کړي.
فارین پالیسي د مقالې په وروستیو کرښو کې لیکې، اصلي معما او ګډودي په دې کې ده، چې پاکستان له یوې خوا ناټو ته اجازه ورکوي، چې په افغاسنتان کې خپلو عسکرو ته د دوی له خاورې څخه مواد انتقال کړي او د القاعده شبکې په ټکولو کې له امریکا سره مرسته هم کوي، خو له بلې خوا، په خپلې خاورې کې د طالبانو د کوټې شوری، حقانې ډلې او د حکمتیار اسلامی حزب په شمول، وسله والو ته په خپلې خاورې کې پناه هم ورکوي.