د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

امريکايي او هندي سوداګرو په خپلو کې تړونونه لاسلیک کړل


 د ولسمشراوباما د دې سفر هدف له هند سره د اړيکو پراختيا او د ملياردونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې د تړونونو لاسليک ښودل شوي وو.
د ولسمشراوباما د دې سفر هدف له هند سره د اړيکو پراختيا او د ملياردونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې د تړونونو لاسليک ښودل شوي وو.
هند ته د امريکا د ولسمشرله سفر سره په يو وخت د امريکايي او هندي سوداګرو او کمپنيو ترمنځ د لس مليارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک شول.

د ولسمشراوباما د دې سفر هدف له هند سره د اړيکو پراختيا او د ملياردونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې د تړونونو لاسليک ښودل شوي وو.

ښاغلي اوباما هند د ودې او د کار د زمينو د يوې مهمې سرچينې په توګه وستايه او ويې ويل:څرنګه چې نن هند ته ګورو،د امريکا متحد ايالتونه دې هېواد ته د يوه داسې فرصت په توګه ګوري چې امريکا ورته صادرات کولای شي.هند په نړۍ کې يو تر ګردو چټک پرمختلونکي هېواد دی.

اوباما مومبۍ ته له رسېدو سره سم د هغو وژل شوېو کسانو د درناوي په مراسمو کې هم برخه واخيسته چې دوه کاله مخکې د سخت دريځو وسلوالو په بريد کې وژل شوي وو.

اسيايي هېوادونو ته د اوباما د لس ورځني سفر لومړى ټپال هند دى، وروسته به اندونيزيا، جنوبي کوريا او جاپان ته ځي،نوموړي وويل، دا چې ولې خپل لس ورځنى سفر له هنده پيلوي، دا يو سمبوليک اقدام دى:

”د دوو کلونو له هغو وېروونکو ورځو راهيسې ”تاج محل” هوټل د هندي اتباعو د قوت او خوځښت سمبول پاتې شو، موږ دغه ځاى ته د دې لپاره راغلو چې يو څرګند پيغام ولېږو، موږ غواړو د دې لپاره چې خپلو خلکو ته له امن او نېکمرغيو څخه د ډک راتلونکي تعهد ورکړو، امريکا او هند څنګ تر څنګ درېږي.“

اوباما د ممبۍ بريدونه د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو سره پرتله کړل، چې نهه کاله مخکې په امريکا کې ترسره شوي وو اود واشنګټن او ډيلي ترمنځ استخباراتي همکاري د بل هر وخت په پرتله زياته شوې ده:

”د سپټمبر پر يوولسمه لکه هنديان چې د امريکايانو پر ځاى وژل شوي وي، په عين حال کې دوه کاله مخکې دلته په ممبۍ کې لکه چې امريکايي اتباع وژل شوي وي، زموږ خلکو قربانيانو ته د شمعو په رڼا کې دعا وکړه، زموږ حکومتونو د بل هر وخت په پرتله په ګډه له نژدې کار وکړ، استخباراتي معلومات يې سره شريک کړل، د بريدونو مخنيوي يې وکړ او عدالت ته يې د عاملينو د راوستلو غوښتنه وکړه.“

اوباما به وروسته پر اقتصادي همکارېو هم خبرې وکړي، ټاکل شوې وروسته د سلګونو امريکايي او هندي سوداګرو له مشرانو سره وږغېږي.

د امريکا ولسمشر هند ته په درې ورځني سفر په داسې حال کې ځي، چې څلور ورځې مخکې په امريکا کې ډيموکرات ګوند د کانګرس په انتخاباتو کې ګټونکى نه و، بلکې سيال ګوند يې، جمهويت غوښتونکي زياتې رايې واخيستې، چې يوه لامل يې د امريکا کمزورى اقتصاد ګڼل شوى او بارک اوباما هم د خپل اسيايي سفر يو عمده هدف د دې اقتصادي ستونزې په وړاندې مبارزه عنوان کړې ده. په دې معنى چې ”د تړونونو په مرسته ملياردونو ډالره به لسګونو زره امريکايانو ته د کار چانس ورکړي.

د دې سفر په بهير کې به د سوداګرۍ، صادراتو او وسلو په برخه کې هم ځينې تړونونه وشي.
XS
SM
MD
LG