د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

ګورجستان ۱۳ تنه د ماسکو په جاسوسۍ تورن کړل


ګورجستاني پولیسو یو نا څرګند سړی د مسکو د جاسوسۍ په تور روان کړی دی .
ګورجستاني پولیسو یو نا څرګند سړی د مسکو د جاسوسۍ په تور روان کړی دی .

ګورجستان اعلان وکړ چې د روسیې د جاسوسۍ یوه شبکه یې ورانه کړې ده. د ګورجي چارواکو په وینا د دیارلس روسي جاسوسانو نیول د روسیې پوځي استخباراتي ادارې ته ستره ضربه ده

ګورجستان د څلور روسانو په ګډون دیارلس تنه ماسکو ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوې وو چې د دې کسانو شمیر شل تنو ته رسیږي.

د پخواني شوروي اتحاد جمهوریت ګورجستان وایي چې دیارلس تنه یې د روسیې د جاسوسۍ په تور نیولې دي چې پکې روسي اتباع هم شته.
په دغو کسانو کې څلور روسان دي او نهه تنه د ګورجستان دي چې ماسکو ته له دو کلونو راهیسې په جاسوسۍ تورن شوې دي. د دغو کسانو اعلان د ګورجستان دولتي تلویزیون وکړ:
« د استخباراتو د ادارې مرستیال اوتار ورجانیکیدز خبریالانو ته په خبرې غونډې کې وویل چې اکثر نیول شوي تورن، پوځي جاسوسان دي. نوموړي
څرګنده کړه چې دغو کسانو د ګورجستان د پوځ اطلاعات د روسیې پوځي ته ورکول:GRUاستخباراتو یا
« د دغو بریالیو عملیاتو امر د دوه زره شپږم کال د حکومت د پریکړې له مخې ورکړل شو. هغه وخت هغه کسان وبخښل شول چې له بهرنیو جاسوسي ادارو سره یې کار کاوه. دا عملیات وروسته تر دې پلي شول چې یو شمیر کسان په انفرادي ډول د کورنیو چارو وزارت ته ورغلل»

د ګورجستان تلویزیون د جمعې په ورځ هغه فلم هم ښکاره کړ چې پکې نیول شوي کسان په خپل جرم اعتراف کوي په دغو کسانو کې د ګورجستان یو پوځي افسر وایي چې دی په دوه زره څلورم کال کې ماسکو ته د جاسوسۍ لپاره اړایستل شوی و.

دغه خبر د ماسکو او تبلیسي تر منځ کړکیچ ته لمن وهلې ده. په ماسکو کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، چارواکي مخکې تر دې چې دې خبر ته ځواب ووایي، انتظار کوي چې نور تفصیل ترلاسه کړي. خو انټرفکس خبرې اژانس د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي په نوم چې نوم یې نه دی اخیستی وایي، روسیه په ګورجستان کې د نیول شویو کسانو پیښې ډیره په قهر کړې ده.

روسیې او ګورجستان دوه کاله مخکې وروسته تر دې جګړه وکړه چې ګورجستان هڅه وکړه چې بیلتون غوښتونکې سیمه جنوبي اوسیتیا بیرته له خپلې خاورې سره یوځای کړي. له دې سره په زرګونو روسي عسکر جنوبي اوسیتیا او ابخازیا ته ننوتل. فرانسې بیا د دې دو هیوادو تر منځ اوربند وکړ.

روسیه جنوبي اوسیتا او ابخازیا په رسیمت پیژني او ګورجستان دغه سیمې د خپلې خاورې برخه ګڼي.
XS
SM
MD
LG