د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

د فرانسې او چين کمپنيو ځينې قراردادونه لاسلیک کړ


د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزي د پاريس په اورلي هوايي ډګر کې په پوځي پرېډ سره د هوجين تاو هرکلۍ وکړ.
د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزي د پاريس په اورلي هوايي ډګر کې په پوځي پرېډ سره د هوجين تاو هرکلۍ وکړ.
د فرانسې او چين کمپنيو د ٢٠ ملياردو ډالرو په ارزښت په خپلو کې ځينې قراردادونه لاسليک کړل، دا اقدام فرانسې ته د چين د ولسمشر هوجين تاو د درې ورځني رسمي سفر پر مهال شوى دى.

په دې اړه په اليسي ماڼۍ کې ځانګړي مراسم نيول شوي وو، په دغو تړونونو کې د ١٠٢ ايربس الوتکو برابرول او په چين کې د اټومي سونګ موادو فابريکې ته د اکمالاتو د برابرولو تړون شامل دي، چې د لسو کلونو لپاره به ورته يورانيم برابرېږي.

د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزي د پاريس په اورلي هوايي ډګر کې په پوځي پرېډ سره د هوجين تاو هرکلۍ وکړ.

ايفل برج ته نژدې د فرانسې د بخښنې نړېوال سازمان مشرې جيني ويف ګاريګوس شکايت وکړ، چې فرانسې د بشري حقونو اجنډا له پامه غورځولې:

”د چين مدني ټولنه او ټول هغه خلک چې په دې هېواد او نورو ځايونو کې د بشر حقونو ته کار کوي، له بهر او نورو هېوادونو مرستو ته اړ دي.

موږ بايد دوي ته وښيو چې مبارزه يې سمه ده او موږ يې تر څنګ ولاړ يو، د فرانسې حکومت هم بايد ورته اقدام وکړي.“

د چين او فرانسې په خپله ګډه اعلاميه کې ويلي، هېوادونه يې په دې باور دي، چې د شلو پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ډله دېته اړتيا لري چې له نړېوال اقتصادي سيستم سره د مالي ثبات په هدف، مالي مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG