د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

د فواید عامې وزارت په هېواد کې د حلقوي سړک بشپړولو هڅې تیزې کړي دي


ښاغلی حمیدي وايي، سربیره پرحلقوي سړکونو، دوی غواړي له حلقوي سړکونو څخه، د هیواد پولو ته، چی له ګاونډیو هېوادونوسره ګډې پرتې دي، هم سړکونه وکاږي.
ښاغلی حمیدي وايي، سربیره پرحلقوي سړکونو، دوی غواړي له حلقوي سړکونو څخه، د هیواد پولو ته، چی له ګاونډیو هېوادونوسره ګډې پرتې دي، هم سړکونه وکاږي.

د فواید عامې وزیر عبدالقدوس حمیدي د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دا سړک د بادغیس په ولایت کې له یولړ امنیتی ستونزو له امله ځنډیدلی و.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي، چې په هېواد کې د حلقوي سراسري سړک د جوړولو په چارو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

په هیواد کې د سراسري حلقوي سړک د جوړیدو پلان څو کاله دمخه د دولت له خوا ترتیب او په ډیرو سیمو کې یا بشپړ شوي او یا د بشپړیدو په حال کې دي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر عبدالقدوس حمیدي د چهارشنبی په ورځ له ازادي راډیو سره په یوې مرکه وویل، چې سره له دی چی په ځینو سیمو کې د حلقوی سړک د جوړولو چارې د یولړ امنیتی ستونزو له امله ځنډیدلې وې خو د دوی هڅو وکړای شول، ځنډیدلی کارونه بیا پیل کړي. ده وویل :

"دا چې موږ ونه شو کړای دا سړک بشپړ کړو عمده دلیل یې نا امني وه. خو موږ ته د حلقوي سړکونو جوړول جدي مساله ده او زیاته هڅه کوو، چې د روان بهیر له لارې هر ډول مالي او امنیتي سونزې لېرې او سړک بشپړ کړو."

د فواید عامې وزیر وویل، دوی پلان لري، چې د هیواد ختیځ له لویدیځ او شمال له جنوب سره، د همدغو پلان شویو حلقوي سړکونو له لارې ونښلوي.

ده داهم وویل، چې سربیره پرحلقوي سړکونو، دوی غواړي له حلقوي سړکونو څخه، د هیواد پولو ته، چی له ګاونډیو هېوادونوسره ګډې پرتې دي، هم سړکونه وکاږي.

د فواید عامې وزیر د هیواد په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د سراسري حلقوي سړک په هکله وویل:

"د قیصار او بالامرغاب او بالامرغاب او لامال سړک، چې اوږدوالی یې شاوخوا ۹۰ کیلومتره دی، چې ۲۰ کیلو متره یې بشپړ شوی دی.

د بدخشان اشکاشم سړک دی، چې د تخار او کندز له لارې شرق له حلقوي سړک سره نښلوي او بل سړک چې کندز راساً د خلم له لارې له مزارشریف سره نښلوي."

سره له دې چې د فواید عامې وزارت د سراسري حلقوي سړکونو د جوړولو خبرې کوي خو خلک او د ترانسپورټ کارپوهان وایي، چی دا سړکونه دومره تنګ پیل شوي، چې د هېواد د اوسني ترانسپورټي وضیعیت ستونزه نه شي اوارولی.

د فواید عامې وزارت بیا وایي، چې د سراسري حلقوي سړک نوم له کابله تر کابله ایښودل شوی خو په ډیرو سیموکې ترې داسې سړکونه هم ایستل شوي، چې ډیر ښارونه یو له بل سره نښولی شي او همدا راز دا سړکونه به پر سراسري حلقوي سړکونو، د ترانسپورتي وسایلو زور کم کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG