د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۹

چهار شنبې د لړم ۱۲ مه


راه نجات نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه د یو شمیر کتونکو نظرونه خپاره کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې اوس روسان هم په افغانستان کې عملیات کوي، خو دولت پرې وروسته خبریږي، نو طالبان به له داسې دولت سره په څه ډول خبرو ته حاضر شي.

ورځپاڼې لیکلی، چې امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې د روسانو پښه د دویم ځل لپاره راښکیله کړي او په دې ډول په ولسمشر کرزي فشار راولي.

ورځپاڼې د افغانستان شمال ته د نا امنیو خورول د امریکا د همدغو هڅو یوه برخه بللی، څو روسان ویروي او افغانستان ته یې راتګ ته اړباسي.

باختر نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره د بهیرنیو په مرستو بحث کړی.

ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د سولې هڅې نه یوازې کورنیو هلوځلو ته اړتیا لري، بلکې د دغو هڅو د بریا لپاره نړیوال ملاتړ ته هم کلکه اړتیا ده.

ورځپاڼې لیکلي، که چیرې افغان دولت په دې بریالی شي، چې د کورنیو هلوځلو او بهرني ملاتړ ترمنځ یو انډول رامنځ ته کړي، نو د دې امکان شته، چې د سولې د عالي شورا له لارې روانې هڅې بریالۍ شي، خو د دې پرته به نتایج برعکس وي.

که څه هم ورځپاڼې لیکلي، چې روانې وضعې ته په پام سره داسې ښکاري، چې د دې بهیر بهرني اړخ ته لږه پاملرنه کیږي.

د افغانستان په وړاندې د ایران سیاست او د افغانانو د اعدام دوام بله مساله ده، چې په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخستی.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په ایران کې له افغان کډوالو سره په کیدونکي چلند سخت انتقاد کړی او لیکي، چې له سختو انتقادونو او اعتراضونو سره سره اوس هم افغانان اعداموي.

ورځپاڼې د دې موضو په اړه د ځینو افغان سناتورانو نظرونه هم راخستي، چې له رسنیو یې غوښتې دا مساله باید په جدي توګه تعقیب کړي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د ایران له خوا افغان چارواکو ته د پیسو د ورکولو مساله پورته کړې او لیکي، چې ایران په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو او اجنډا د پرمخ بیولو لپاره افغان چارواکو، سیاستوالو، مذهبي او قومي مشرانو ته پیسې ورکوي.

ورځپاڼې د امریکا د نیوزویک د یو رپورټ پر بنسټ د ایران له لوري ډاکټر سپنتا ته د پیسو د ورکولو هڅې ته اشاره کړې، چې د ډاکټر سپنتا په وینا دا پیسې د افغانستان د مالیې وزارت ته ورکړل شوې.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم د ایران دې هڅو ته په اشارې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې له تهران سره د پیسو دا ډول معاملې پای ته ورسوي او له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې سره دې د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې اړیکې وساتي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د تهران له خوا افغان چارواکو ته د پیسو دا ډول مرستې، چې کله هم په کڅوړو او کله هم په ټکریو کې ورکولې کیږي د افغان دولت او ولس لپاره یو پیغور دی.
XS
SM
MD
LG