د افغانستان د پراختیايي او بشري خدمتونو د موسسې د رسنیو د پروژې یا کلید ګروپ له خوا د عکسونو د انټرنیټي فیسټیوال پایلې، چې د ولسي جرګط د سږنیو انتخاباتو په اړه جوړ شړی و، د یکشنبې پّ ورځ په کابل کې اعلان شوي.
د کلید ګروپ مشرې نجیبه ایوبي ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه فیسټیوال له جوړولو څخه هدف د ځوانو استعدادونو هڅول دی.
"دغه فیسټیوال د ځوانانو د استعدادونو د پرمختګ لپاره و، چې ځوانان ښه عکسونو واخلي او خپل مسلکي استعداد نور هم پراخ کړي او لا پاملرنه ورته وکړي."
په دغه فیسټیوال کې چې شاوخوا دوه میاشتې یې دوام وکړ ۵۸ عکسونه کاندید شوي وو، چې په لسو بریالیو ګډونکوونکو جایز او ستاین لیکونه وویشل شول.
په فسټیوال کې هغه عکس ته چې د انتخاباتو ورځ یې یو ځایی قومندان د رایې ورکونې مرکز ته له وسله والو ساتونکو سره د ننوتنې او رایې ورکونې په حال کې ښودلو دوهمه جایزه ورکړل شوه.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور چې د دغه فیسټیوال پای غونډې ته راغلی و، د رسنیو رول یې د انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې اغېزمن وګڼل او ویې ویل:
"اوس په رښتیا سره په دې وپوهېدو، چې انتخابات یوازې د ټاکنود کمیسیون ملکیت نه دی، په دغه پروسه کې ټول افغانان، بېلابېل نهادونه او په ځانګړي توګه رسنۍ مهم رول لوبولی شي.
که چېرې رسنۍ شتون ونه لري، اصلا په یوه ټولنه کې انتخابات ترسره کول ګرانه خبره او یا هم نا ممکنه ده."
دغه شان د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مبارز راشیدي هم داشان فیسټیوالونو جوړول وستایل ویې ویل چې دا شان فیسټیوالونه د ځوانانو د روزنې په برخهکې اغېزمن رول لوبولی شي.
د یادونې وړه ده دا لومړۍ ځل دی، چې په افغانستان کې د عکسونو انټرنیټي فیټیوال جوړیږي، تر دې دمخه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د بهرنیو او افغان عکاسانو ګڼ شمېر د عکسونو ننداتونونه جوړ شوي دي.