د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

قادري:پرما د اختلاس لګول شوی تور بې بنسټه دی


د ښاغلي قادري په وینا له دې تړون سره د دې کمسيون څو غړو وزارتونو هم موافقه کړې وه.
د ښاغلي قادري په وینا له دې تړون سره د دې کمسيون څو غړو وزارتونو هم موافقه کړې وه.

د افغانستان لوی څارنوالۍ د هیواد د ترانسپورت پر پخواني وزیر حمیداله قادري تور لګولی، چې د وزارت پروخت کې یې اختلاس کړی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د افغان کابینې د یو شمېر پخوانیو غړو د اختلاس دوسیې بشپړې کړي، د ټرانسپورټ پخواني وزیر پر ده د اختلاس لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل.

حمیدالله قادري، چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې پر ده د لګول شوېو تورنو په وړاندې له ځانه دفاع کوله وویل، چې دوه کاله مخکې د افغان حاجیانو د لیږد په بهیر کې ده کوم اختلاس نه دی کړی.

ښاغلي قادري پرده لګول شوي تورونه یو بیړنی اقدام وباله، چې د ده په وینا هیڅ ډول واقعت نه لري.

"د کابینې مجلس له پلټنې پرته په لسو دقیقو کې پر ما تورنه ولګول، چې ګواکې له کمپنیو سره قرارد غلط وو او هغه مخکې ورکړل شوې پیسې حیف او میل شوي دي او زما په نظر دا یو بیړنۍ تصمیم و.

دغه دوسیه څارنوالۍ ته لاړ او لویې څارنوالۍ په دې اړه له ما څخه درې میاشتې پوښتنې وکړې او د هغه په ترڅ کې یې د وزیرانو شورا ته یو ګزارش استولی او لویې څارنوالۍ ویلي دي چې دا یوه حقوقي مساله ده او د افغانستان دغه پیسې باید د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې بېرته افغانستان ته راشي."

قادري وویل، چې له دوو بهرنیو کمپنیو ګلوبل او اناس سره د افغان حاجیانو د لیږد تړون ده نه بلکې یو کمسیون لاسلیک کړي و، چې دی یې هم یو غړی و.

دا دواړه کمپنۍ په خپل وخت سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو په لیږد کې پاتې راغلې وې.

د ښاغلي قادري په وینا له دې تړون سره د دې کمسيون څو غړو وزارتونو هم موافقه کړې وه.

خو د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، چې په حمید الله قادري او د کابینې په یوشمېر نورو پخوانیو غړو لګول شوي تورونه څیړل شوي او دوسیې به یې په راتلونکو دوو دریو ورځو کې ځانګړې محکمې ته وسپارلې شي.

د لوی څارنوالی مرستیال رحمت اله نظري وویل:

"افغانستان ته یې له یوولس میلیونو ډالرو څخه زیات زیان رسولی دی، اتهام نامه پرې تثبیت شوې، مسوولیت یې ثابت دی، د الزام دلایل پرې راټول شوي په نږدې ورځو کې به دعوا هم پرې وشي او د وزیرانو ځانګړې محکمې ته، چې قانون یې هم نافذ شوی ولېږل شي هغې ته به ولیږل شي.

نو ښاغلی قادري، چې د ترانسپورت وزارت په چوکۍ کینول شوی و، نو ده باید د دې مظلوم ملت ګټه ساتلی وای، ده په دا خپله اجراتو باندې دې مظلوم ملت ته ۱۱ میلیونه ډالره زیان ورساوه."

ښاغلي نظري دا هم وویل، چې د پوهنې د وزارت پرپخوانی مرستیال اشراق حسیني، د حج او اقافو د وزارت پرپخوانی مرستیال عطاالرحمن سلیم، د اوبو او برښنا د وزارت پرپخوانی مرستیال اکبر بارکزی، د فواید عامې د وزارت پرپخوانی مرستیال محمد ولي رسولی او د خوست د کمپنۍ پر مسوول حامد رحیمي هم تورونه ثابت شوي او دوسیې به یې اړوندو ادارو ته واستول شي.

کارپوهان وایي، د افغانستان په دولتي ارګانونو کې د اداري فساد له امله نړیواله ټولنه نه حاضریږي، چې، د دوی ټوله مرسته دې افغان دولت ته وسپاري.

خو افغان چارواکي وایي، چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره د ځانګړې محکمې جوړول یو اغیزمن اقدام دی او ډیر اختلاس کوونکي به قانوني ادارو ته راکاږي.
XS
SM
MD
LG