د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

هېواد ته په خپله خوښه د کډوالو راستنېدو بهیر ودرول شو


نادر فرهاد وویل، چې روان لمریز کال د تیر کال په پرتله له پاکستان څخه دوه برابره ډیر افغان کډوال راستانه شوي دي
نادر فرهاد وویل، چې روان لمریز کال د تیر کال په پرتله له پاکستان څخه دوه برابره ډیر افغان کډوال راستانه شوي دي

په کابل کې د یو. ان. اچ. سي آر. یا د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمشنرۍ وايي، چې له پاکستان څخه د افغان ګډوالو د داوطلبانه راستنیدو بهیر یې د ژمي لپاره نن (یکشنبه) ودراوه.

په کابل کې د یو. ان. اچ. سي. آر یا د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کشمنرۍ وايي، هېواد ته د افغان کډوال د داوطلبانه راستنیدولو بهیر یې د ژمي لپاره درولی، هغه موسم چې په کور دننه په کې راستانه شوي کډوال له بیلابیلو ستونزو سره مخ کیدای شي.

په کابل کې د یو. ان. اچ. سي. آر ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، چې دغه بهیر هر کال ژمي دریږي او د هوا په تودیدو سره بیرته پیلیږي.

نوموړي همداراز وویل، چې روان لمریز کال د تیر کال په پرتله له پاکستان څخه دوه برابره ډیر افغان کډوال راستانه شوي دي، چې شمېر یې له یو لکو اوړي.

ښاغلي فرهاد، د دې ځینې عوامل په ګوته کړل خو تر ټول عمده یې دا وباله، جې سږ کال په پاکستان کې د افغان کډوالو د راستنولو بهیر له کومې لویې امنیتي ستونزې سره مخ نه شو:

"تاسو ته معلومه ده، چې د امنیتي ستونزو له کبله پروسږکال د راستنېدوکو پروګرام څو ځلې وځنډول شو او له بده مرغه په ۲۰۰۹ کال کې مو ځیني همکاران هم ووژل شول او امنیتي حالت په پېښور ښه نه و، نو ځکه دا پروګرام وتړل شو.

سږل کال (۲۰۱۰) دا بهیر په منظم او نور مال توګه روان و، کومه امنیتي ستونزه مو هم په کې نه لرل او شمېر یې هم دو برابر شوې وه."

ښاغلي فرهاد له پاکستان څخه د تیر کال په پرتله سږ کال د ډیرو افغان کډوالو د راسنیدو بل لامل په دغه هېواد کې وروستي سیلابونه وبلل، چې له امله یې روان کال شاوخوا څلور زره کسان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

پاکستان دا مهال د شاوخوا دوه ملیون او درې لکو ثبت شويو افغان کډوالو کوربه دی.

بل خوا هغه په زرګونو راستانه شوي کډوال، چې په هېواد کې دننه سرپناه نه لري هر کال ژمي له ستونزو سره مخ کیږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له مربوطه ارګانونو څخه یې غوښتي په ژمي کې له اړو کسانو سره خپل پروګرامونه تنظیم کړي.

د دې وزارت د مطبوعاتو د څانګې مشر اسلام الدین جرات ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د کډوالو چارو وزارت یو پالیسۍ جوړونکی ارګان دی خو بیا هم په دې برخه کې یې له مخکې تیاری نیولی:

"موږ خپل پلانونه له پخوا نیولي دي، تر څو وکولای شو چې د دوی لږ تر لږه اړتیاوې پوره کړو او د کډوالو چارو وزارت د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته یوه طرحه وړاندې کړې ده، چې په هغې کې پنخه ملیونو ډالرو ته اشاره شوې، تر څو هغه ترلاسه کړو او وکولای شو چې د راستانه شویو خلکو لږ تر لږه اړتیاوې پوره کړو."

نوموړی زیاته کړه، چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د هیواد په ټولو ولایتونو کې راستنو شویو خلکو ته ۵۹ ښارګوټو د جوړیدو پلان هم لري، چې شاوخوا نه ویشت یې هستوګنې ته چمتو دي.

خو د چارواکو له ژمنو سره سره په افغانستان کې ګڼ شمیر راستانه شوي کډوال او بې ځایه شوي خلک تراوسه پورې په کیږدیو او کمپیونو کې ژوند کوي، چې د ژمي یخه هوا او په بیلابیلو برخو کې د لازمو اسانتیاو نشتوالي یې ژوند ګواښوي.
XS
SM
MD
LG