د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

احمدي:د ننګرهار د نشه يي توکو په کشف کې روسي سرتېري نه وو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي
په داسې حال کې، چې افغان حکومت په هېواد کې د نشه یي توکو په خلاف په وروستیو عملیاتو کې د روسي پوځیانو د ګډون په اړه له ناټو توضیحات غوښتي، د کورنیو چارو وزارت بیا په دې عملیاتو کې د روسيي سرتېرو په موجودیت بې خبري څرګنده کړې.

د ورکړل شوېو رپورټونو له مخې په دې عملیاتو کې، چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې شوي شاوخوا څلورو روسيي پوځیانو برخه اخیستې.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي د شنبې په ورځ د دغو عملیاتو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې په دې عملیاتو کې یوازې په کابل کې د روسیي سفارت د دوو څارونکو موجودیت تایید کړ.

د نوموړي په وینا دا عملیات د افغان او ناټو ځواکونو له خوا په ګډه شوي، خو د روسي ځواکونو د حضور په اړه معلومات نه لري:

()

خو ښاغلي احمدي وویل، که داسې څه موجود وي نو د دوي په تحقیقاتو کې به روښانه شي.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې د شاوخوا سلو میلیونو ډالرو په ارزښت نشه یي توکي نیول شوي او څلور فابریکې له منځه وړل شوي.

د ښاغلي احمدي په وینا دوي شپږ کسان تورن بللي او د نیولو لپاره یي هڅې روانې دي، خو افغان حکومت بیا دا عملیات خپل سري بللې او ویلي، چې له ناټو نه یي په دې اړه توضیحات غوښتي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي له دې عملیاتو سره کوم مخالفت نه لري، بلکه ستونزه د ده په وینا په عملیاتو کې د روسي ځواکونو د ګډون په اړه ده.

ښاغلي علمي وویل، چې افغانستان له روسیي سره داسې کوم قرارداد نه لري، چې له مخې یی روسي ځواکونه په افغانستان کې دننه په عملیاتو کې برخه واخلي، د ده په خبره د افغان حکومت له خوا د توضیحاتو د غوښتو اصلي علت هم دادې.

که څه هم په افغانستان کې د نشه یي توکو د کرکیلې او تولید په خلاف دا مبارزه له تېرو نهو کلونو راهیسې روانه ده، خو دا لومړې ځل دې، چې روسيي ځواکونه او هغه هم له افغان دولت سره د کوم تفاهم پرته په هغې برخه اخلي.

ښاغلي علمي زیاته کړه، چې دوي د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته دنده سپارلې، چې په دې اړه تحقیقات وکړي او دا معلومه کړي، چې کومو روسي ځواکونو او د څه لپاره برخه اخیستې وه،خو ناټو بیا تر دې دمه د افغان دولت په اعتراض او غوښتنې کومه تبصره نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG