د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۷

یو شمېرموسسې د امنیتي ستونزو له زیاتېدو اندېښمنې دي


یو شمېرهغه کورنۍ او بهرنۍ موسسې چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو، بیارغونې او نورو برخو کې فعالیت کوي، د دوي په وړاندې د امنیتي ګواښونو په زیاتېدو اندیښمنې دي.

د افغانې غیرې حکومتي موسسو د همغږۍ د ادارې مرستیال انجنیرسید رحیم ستارازادۍ راډیو ته په خپلو ځانګړو خبرو کې وویل چې د غیرې حکومتي موسسو فعالیتونه د نا امنیو د زیاتیدو له امله ورځ په ورځ محدودیږي.

ښاغلي ستار وویل یو شمېرهغه افغانې موسسې چې لېرې پرتو ولایتونو ته به یي بشري مرستې رسولې د نا امنیو له امله تړل شوي.

د ده په خبره که چېرې د دې نورو فعاله موسسو لپاره امنیتي ستونزې هوارې نه شي نو دوي هم نه شي کولای چې اړو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي:

(خلکو ته خدمت زموږ په سمه توګه نه ده شوې او سروې،ارزیابي په ښه توګه نه کیږي او همدارنګه اړ خلک په سمه توګه نه ټاکل کیږي چې د نا امنیو له امله ۱۱۰ موسسې فعالیت نه کوي )

د ښاغلي ستار په وینا تراوسه چې د غیرې حکومتي موسسو کار کوونکي تښتول شوي په ډیره بې رحمې وژل شوي.

نوموړي وویل که څه هم هر ځل د غیرې حکومتي موسسو کارکوونکي په مرموزه توګه وژل کیږي خو لا روښانه نه ده چې د غیرې حکومتي موسسو د کار کوونکو په تښتونه او وژلو کې د چا لاس دی.

ده په نړېوالو او افغان امنیتي ځواکونو انتقاد وکړ چې په افغانستان کې له پراخه حضور سره سره لا هم نه دی توانیدلی چې د موسسو د فعالیتونو لپاره امنیت ټینګ کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوي د موسسو د کار کوونکو د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او د هغوي د فعالیت لپاره امنیتي فضا را منځ کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري وایي د هرې کورنۍ او بهرنۍ موسسې کار کوونکي که کوم نا امنه سیمې ته سفر کوي باید پولیس خبر کړي:

(هره شخصي موسسه چې په افغانستان کې کار کوي دوي ته د پولیسو ورکول ګران کار دی خو که چیرې دوي ته کوم تهدید موجود وي نو پولیس دا ستونزه هوارولای شي او نا امنه سیمو ته تګ باید له پولیسو سره شریک شي او له موږ سره مشوره وشي.)

د غیرحکومتي مرستندویه ټولنو د کارکوونکو د امنیت په اړه دا اندېښنې پخ داسې حال کې څرګندیږي، چې د افغانستان په شمال او ختیځ کې د مرستندویه ټولنو دوه بهرني کار کوونکي وتښتول شول.

په کونړ کې تښتول شوې بریتانوۍ میرمن د بهرنیو ځواکونو د ژغورنې په عملیاتو کې ووژل شوه، خو په تخارکی د تښتول شوي هالنډی وګړي څرک نه دی معلوم.

مخکې له دې د یو شمېرانجیوګانو امنیت چې د خصوصي امنیتي کمپینو له خوا ساتل کېده خو دا چې د دې کمپنیو له تړلو وروسته به پولیس وکړای شي چې د دې موسسو امنیت وساتي دا هغه پوښتنه ده چې تراوسه ورته سم ځواب نه دی موندل شوی.

راپور : ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG