د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د لوړو زده کړو د وزارت او د خصوصي پوهنتونونو د تعلیمي نصاب ترمنځ انډول نشته


د افغانستان ولسي جرګې د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي د دوي عمومي غونډې ته وربللې و.
د افغانستان ولسي جرګې د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي د دوي عمومي غونډې ته وربللې و.
په داسې حال کې چې د خصوصي تعلیمي موسسو د تعلیم په هکله یو لړ شکایتونه اورېدل کیږي، خو د لوړو زده کړو وزارت وایي چې په دې پوهنتنونو کې د تعلیم د کیفیت لوړول زیاتې څارنې ته ضرورت لري.

د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال محمدعثمان بابري چې، د شنبې په ورځ یي د ولسي جرګې په غونډه کې، د وزارت د فعالیتونو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په هکله څرګندونې کولې ویي ویل چې، دوي هرې نیمګړتیا ته پلانونه ترتیب کړي او د مالي او تخنیکي امکاناتو د ترلاسه په صورت کې به یي پوره کړي:

(د خصوصي موسساتو په برخه کې تاسې سره موافق یم، باید لږ څه قیودات پرې وضع شي، درې عمده معیارونه دي چې باید مراعات شي، د مناسب ځای درلودل، د تعلیمي نصاب همغږي او مسلکي استادان.

تر اوسه زموږ څارنه کمزورې وه، خو پلان لرو چې د دې نیمګړتیا لېرې کولو ته تدابیرنورهم جدي او پراخ کړو.)

ښاغلي بابري په هېواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د زیاتېدو او د لوړو زده کړو په پراختیا پراخې خبرې وکړې او شوي پرمختګونه یي د ټولنې نیکمرغې وګڼله، خو د دې ترڅنګ یي په خصوصي پوهنتونونو کې د مسلکي استادانو کمښت هم یوه ستونزه وبلله چې اوس هم پرځای پاتې ده
د جرګې غړو ویل، کوم اصول او معیارونه چې دولت، د تعلیم، ځای او مسلکي استاد په هکله خصوصي پوهنتونونو ته په پام کې نیولی دی، باید په جدي توګه مراعات شي، د جرګې غړي ډاکتر فضل الله مجددي وویل:

(د عالي تحصیلاتو دولتي موسسې یو ډول تحصیلات پرمخ وړي او خصوصي تعلیمي موسسې یي بل ډول.

بله دا چې خصوصي پوهنتونونه په یوه کور کې ځای پرځای کیږي چې دا وضیعت په اضطراري حالاتو کې ناوړه پېښې رامنځته کولای شي.)

له کابو لسو کالو راهیسي په هېواد کې په لسګونو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسې په فعالیت لاس پورې کړي، چې د فیس په بدل کې محصلانو ته د طب، انجینیري، ژورنالیزم، انګلیسي ژبې، حقوقو او ښوونه او روزنه او داسې نورو څانګو کې تدریس کوي.

خو محصلان او کورنۍ د دې موسسو له لوړو فیسونو، د تدریسي تجهیزاتو له کموالي او د مناسبو ځایونو د نه لرلو څخه شکایت کوي.
راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG