افغانستان او پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازي ریچارد هولبروک وویل، هغه راپورونه چې وایي، د طالبانو د مشرانو او افغان حکومت تر منځ مهمې خبرې روانې دي، بې اساسه دي.
هولبروک وویل، دا ډول کومې خبرې او مذاکرې نه دي شوې. یوازې هغو کسانو چې د طالبانو په ملاتړ یي جګړې کړې او د طالبانو مشران نه دي، ټیلفونونه یي کړې او یایي د نورو په واسطه ویلي چې له جګړو څخه ستړې شوې او غواړي خبرې وکړې.
افغانستان او پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازي د هغو کسانو نومونه چې تماسونه یي نیولي په ډاګه نه کړل او دا یي هم ونه ویل چې دوي سېمه ایز مشران دي او که قوماندانان.
هولبروک زیاته کړه، له طالبانو سره د جګې سطحې خبرې نه دي شوې او خبري رسنیو هسې اوازې خپرې کړي دي. دی وایي، په طالبانو باندې د ناټو ځواکونو حملې او فشارونه زیات شوې او کومو کسانو چې له افغان حکومت سره اړیکې ټینګ کړې هغوي عادي وسله وال دي.
ده په ټینګار سره وویل، داسې کومې نښې نښانې نشته چې وښیې د طالبانو مشران دې په خپل دریځ کې بدلون روالي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي مارک سیډویل د اکتوبر په شلمې نېټې ویلي و، له افغان حکومت سره د طالبانو د مشرتابه مهمو کسانو خبرې کړې.
سیډویل دا هم ویلي و، دا فعالیتونه او خبرې ابتدایي دي او تر اوسه یي خبرې نه شو بللای.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال ډیویډ پیتریاس د اکتوبر په ۱۵ مي نېټې ویلي و، ایتلافي ځواکونو د طالبانو یو شمېر جګ پوړو مشرانو ته اسانتیاوې برابرې کړې چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. جنرال پیتریاس هم دا خبرې ډېرې ابتدایي بللې وې.
طالبانو له افغان حکومت سره د خپلو استازو د خبرو راپورونه رد کړي دي.
افغانستان او پاکستان ته د امریکا خاص استازي ریچارد هولبروک د طالبانود ستونزې په حل کې د افغانستان او پاکستان په همکارۍ ټینګار وکړ، او ویي ویل:
(له دې زیات په جګ اواز ټینګار نه شم کولای، تر هغې چې پاکستان او افغانستان په خپلو کې تاریخي خلا لیرې نه کړې او په خپلو کې نږدې همکاري ونه کړي، دا جګړه به همداسې روانه وي. دا به مهمه نه وي چې په نور برخو کې څومره بریاوې ولرو. د دې خبرې ساده دلیل دادی چې طالبان به د افغانستان او پاکستان له اختلافاتو څخه ناوړه ګټه اخلي او له یوه هېواد څخه به بل ته ځي.)
ریچارد هولبروک دغه راز وویل، د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره د اوږدې مودې تعهد لري او د ۱۹۸۹ کال هغه تیروتنه به بیا تکرار نه کړي چې دې هېواد ته یي شا اړولې وه.
خو افغانستان ته د عسکرو استولو ژمنه به هم تر ابده پورې نه وي او دا ځکه چې هیڅ جګړه د تل لپاره دوام نه کوي.