د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۹

رفعت: په هغو سیمو کې چې ټاکنې نه دي شوي په اړه قانوني چلند کوو


ښاغلی رفعت وايي، چې د ټاکنینزو شکایتونو کمیسیون خپل هر کار د قانون په چوکاټ کې کوي.
ښاغلی رفعت وايي، چې د ټاکنینزو شکایتونو کمیسیون خپل هر کار د قانون په چوکاټ کې کوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې په غزني ولایت کې په یوشمیر ولسوالیو کې د انتخاباتو د نه ترسره کېدوپه اړه هغه اقدام کوي، چې له قانون سرسم وي. دا څرګندونې وروسته ترهغې کیږي، چې جمهور رییس کرزي د دوشنبې په ورځ وویل، چې د غزني په ډیرشمېر ولسوالیو کې انتخابات نه دي شوي او باید د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو کمیسیونونه په دې اړه یوسم تصمیم ونیسي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولسمشر کرزي د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې په غزني او یوشیمرنورو سیمو کې چې انتخابات سم نه دي شوي، یوه مناسبه پریکړه وشي وایي، چې دا کمیسیون هراقدام د قانون په چوکاټ کې کوي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفعت د سې شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، چې دوی ته د جمهور رییس کرزي دا اندیښنې د درک وړ دي خو په دې برخه کې داسې پریکړه نه شي کولای چې له قانون سره ټکر کې وي.

د ښاغلي رفعت په خبره د انتخاباتي شکایتونو او انتخاباتو خپلواک کمیسیون د خلکو له خوا د خپلواستازو انتخاب او د ډموکراسۍ اصل ته په ټینګه ژمن دي او دعملي کیدو یې ملاتړ کوي:

"دا کمیسیون یوازې او یوازې له قانوني لارو څخه د انتخاباتو د برخلیک په اړه پریکړې کوي.

دا کمیسیون هیڅ داسې اقدام نه شي کولای چې د قانون له چوکاټ څخه بهر وي."

دا څرګندونې په داسې حال کې چې د افغانستان په یوشمېر سیمو کې نا امنۍ ډیرې وې او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو شاه خوا زر مرکزونه وتړل شول.

ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې دې ستونزې ته ګوته ونیوله او غوښتنه یې وکړه، چې باید دغزني ولایت په ګډون په ځینو سیمو کې د دې ستونزې حل ته یوه مناسبه لاره وموندل شي.

ویل کیږي، چې په غزني ولایت کې ترډيره په هغو ولسوالیو کې د رایې ورکولو څه باندې یونیم سل مرکزونه تړلي وو، چې امنیتې ستونزې په کې ډیرې دي.

له غزني ولایت څخه ولسي جرګې ته کاندید محمد داوود سلطانزوی هم همدې مسالې ته اشاره کوي او وایي، که چیرې د غزني ولایت دغه خلک په ولسې جرګې کې استازي ونه لري نوهیڅکله به د افغان دولت او په دې هېواد کې د نړیوالو له هڅونه ملاتړ ونه کړي:

ویل شوي چې د افغانستان په یوشمېر نورو سیمو کې هم د نا امنیو له امله د رایې ورکونې سلګونه مرکزونه نه وو پرانستل شوي او خلک یې د غزني د دغو دولسو ولسوالیو د اوسیدونکو له برخلیک سره مخامخ شوي او په انتخاباتوکې له ګډون څخه محروم پاتي دی.

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د وږي یا سنبلې د میاشتې په اوه ویشمته نیټه ترسره شول خو په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو او سرغړونو له امله لاتراوسه هم ورستۍ پایلې یې نه دي اعلان شوي.
XS
SM
MD
LG