د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

د پکتیا د وزې ځدراڼ اوسیدونکو په لاریون لاس پورې کړ


د شنبې په سهار د پكتيا ولايت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ كې سلګونه خلك په دې موخه په لارېون ته راوتي و، چې ګويا د ولسي جرګې د ټاكنو په رايي شمېرنه كې پراخې درغلي شوې.

لاريون كوونكيو د هغو كانديدانو په اړه د بيا غورغوښتنه كوله چې د دې سيمې خلكو ورته رايې وركړې، او وينا يې په لوى لاس ناكام ګرځول شوي.

لاريون كوونكي چې د پكتيا له درېو ختيځو ولسواليو ښواك، ګردې څېړۍ او وزې ځدراڼ نه سره راټول شوي و، له مركزي دولت، د ټاكنو د خپلواك كميسيون او د شكايتونو د اورېدو د كميسيون له مسوولينو غوښتنه كوله چې د پكتيا او نورو ولايتونو د هغو كانديدان باطلې كړې رايې دې سمې وګڼي، چې د خلكو له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي.

په لارېون کې راوتليو خلكو چې د خوست – ګردېز پر خامه لويه لاره يې ټايرونو ته اورونه اچولي و، په خپلو شعارونو كې له مسوولو مركزي چارواكو غوښتنه كوله، چې د دوي غوښتنو ته دې پاملرنه وكړي.

يو تن لارېون كوونكي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، ازادۍ راډيو ته وويل چې په ټولو پښتون مېشتو سيمو كې له پراخ ملاتړ يو كانديدانو سره بې انصافي شوې.

كه څه هم لارېون كوونكو ويل چې د كوم مشخص كانديد په ګټه نه دي راوتي، خو له پكتيا څخه ولسي جرګې ته كانديد پاچا خان ځدراڼ رسنيو ته ويلي ، چې لارېون د نوموړي ملاتړ يو كړى.

لاريون كوونكي چې د وزې ځدراڼ ولسوالۍ په لكه تيږه سيمه كې سره راټول شوي، د خوست او ګردېز تر منځ غځېدلې لويه لاره يې د دوو ساعتونو لپاره د ترافيكو پر مخ تړلې وه، چې د لاريون د سيمې دواړو لورېو يې ته يې سلګونه مسافر وړونكي او بار وړونكي موټرونه درولي و .

د پكتيا ولايت د امنيت امر مل پاسوال غلام دستګير روستميار ازادۍ راډيو ته وويل، چې لاريون كوونكي بايد خپلې غوښتنې له سوله ييزې لارې مسوولو چارواكو ته ورسوي، نه دا چې لوې لارې وتړي.

كه څۀ هم د ټاكنو د پايلو له اعلان وروسته د هېواد په ځينو نورو سيمو كې هم د رايي شمېرنې د ناسموالي په اړه خلكو خپل غږ پورته كړى، خو دا لومړى ځل دى چې د درېو ولسواليو لوى شمېر خلك په لاريون لاس پورې كوي.

د ګردېز او خوست تر منځ نښلېدلې لويه لاره چې د درېو ځدراڼ مېشتو ولسواليو، شواك، ګردې څېړى او وزې ځدراڼ له منځه تېرېږي، ډېر كله د بهرنيو ځواكونو او وسلوالو تر منځ د مخامخ جګړو پر مهال تړل كېږي، چې اغېز يې يوازې پر مسافرو او د سوداګرو پر ورځني ماركيټ پرېوځي.

راپور-- لمر نيازى،پكتيا
XS
SM
MD
LG