د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

ولې یو شمېر اولادونه خپلې میندې او پلرونه له کوره اوباسي؟


ښاغلي لعل که څه هم د دې ډول کسانو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو وایي چې په یو شمېر کورنیو کې د دا ډول پېښو د رامنځ کېدل اقتصادي ستونزي او د مور او پلار پر وړاندې له ودونو وروسته د اولادونو بې مسولیتي ده. د افغانستان د بشری حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل د جم
ښاغلي لعل که څه هم د دې ډول کسانو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو وایي چې په یو شمېر کورنیو کې د دا ډول پېښو د رامنځ کېدل اقتصادي ستونزي او د مور او پلار پر وړاندې له ودونو وروسته د اولادونو بې مسولیتي ده. د افغانستان د بشری حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل د جم
په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین وایي، چې په یو شمېر کورنیو کې د نورو تاوتریخوالو ترڅنګ اوس مهال اولادونه پر خپلو زړو پلرونو او میندو باندې تاوتریخوالي کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې یو شمېر اولادونه خپلې میندې او پلرونه له کوره شړلي چې تر اوسه پورې دوي له دا ډول ډیرو پېښو سره مخ شوي دي:

(دغه تاوتریخوالي د دواړو په وړاندی دی ولې چې ځیني وختونه داسې هم کیږي چې پلرونه د کورنو نه ایستل شوي او میندی په داسې حالاتو کې له کورونو نه ایستل شوي دي چې هغوي د روحي فشار لاندې راغلي دي او همدا لامل دی چې بیا دوي د فقر سره مخامخ شوي دي.)

ښاغلي لعل که څه هم د دې ډول کسانو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو وایي چې په یو شمېر کورنیو کې د دا ډول پېښو د رامنځ کېدل اقتصادي ستونزي او د مور او پلار پر وړاندې له ودونو وروسته د اولادونو بې مسولیتي ده.
د افغانستان د بشری حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل د جمعی په ورځ ازادی راډیو ته وویل چی یوشمیر اولادونه خپلی میندی او پلرونه له کوره شړلی چی تر اوسه پوری دوی له دا ډول ډیرو پیښو سره مخ شوی دی


نوموړی وایي، چې په ټولنه کې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره دې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او هغوي د مور او پلار پر وړاندې خپلو مسولیتونو ته متوجه کړای شي:

(زه فکر کوم چې د پوهاوي له پلوه دغه مسله او بله د فقر یو لوی خنډ دی چې دا د والدینو مسولیت دی او هم د ځوانانو مسولیت دی چې تر څو دوي وپوهوي چې دا تاوتریخوالی له منځه یوړل شي.)

په افغانستان کې مخکې له دې تاوتریخوالی په یو شمېر کورنیو کې د کورنۍ د نورو غړو پر وړاندې ډول ډول تاوتریخوالي موجود دی.

د چارو کتونکی وایي که چېرې افغان دولت او یو شمېر کورنۍ او نړېوالې موسسې چې په دې برخه کې کار کوي د دې ستونزې د مخنیوي لارې چارې ونه لټوي نو یو شمېر افغان وګړي به له یوې بلې نوې ستونزې سره مخ شي، چې بنسټیز هوارول به یي په کلونو کلونو وخت ونیسي.

راپور : ذکیه غیاثی،کابل
XS
SM
MD
LG