د سولې عالي شورا چې شا او خوا دوې اونۍ مخکې یې په خپل کار په رسمي ډول پیل کړی، پر داسې لارو چارو کار کوي، چې څنګه کېدای شي د افغان دولت او وسلوالو مخالفینو سره خبرې وکړي.
د دغې شورا اساسي هدف هم په افغانستان کې د سولې او پخلاینې خبرو ته د امکاناتو برابرول دي، خو په افغانستان کې بېلابېل د نظر خاوندان په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې خبري د نړېوالو په تېره د ګاونډېو هېوادونو له ګډون پرته نه شي بریالۍ کېدای.
افغان ولسمشر حامد کرزي وايي چې اوس یې نړېواله ټولنه په دې پوهه کړې چې په افغانستان کې سوله د سيمې او نړۍ په ګټه ده:
“ نړېوالې ټولنې، ګاونډیانو او زموږ خلکو په دې کې ډیره هڅه کړې، نړېواله ټولنه، امریکا، اروپا او نور مو په دې قانع کړه، په هغه ځای کې چې د تروریزم پر ضد جنګ روان دی او رښتیا ترهګر شته افغان ولس درسره همکاري کوي.
ولې په هغه ځای کې چې زموږ خلک په بېلابېلو دلایلو خوا بدي شوي، هلته باید د سولې او پخلاینې خبرې وشي، اوس دوي زموږ سره قناعت کړی او انشا الله زموږ سره به یو ځای کار وکړي.”
په افغانستان کې د جګړې دوه مهم اړخونه امریکا او وسلوال طالبان بلل کیږي ځیني افغان کارپوهان د دوي تر منځ د سولې خبرې مهمې ګڼي.
مولوي وکیل احمد متوکل چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د بهرنیو چارو وزیر و همدا خبره کوي، د سولې په خبرو کې یوازې باید د ګاونډېو هېوادونو نظر واخیستل شي نه دا چې قضیه دوي ته وسپارل شي:
(اصلا پکار ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ تماس موجود وي او بیا وروسته د افغانانو ترمنځ تفاهم ډیر ضروري دی او همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو نظرونه هم واخیستل شي او هغوي په سوله کې ښه کومک کولای شي او اساسا د افغانستان په سرنوشت کې افغان پریکړه وکړي)
خو شا او خوا دوې اونۍ مخکې د پاکستان لوموړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني وویل، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې خبرې د دوي له مرستې بغیر ستونزمنې دي.
افغان چارواکو ډیر کله پر خپلو ګاونډېو هېوادونو تور لګولی چې، افغانستان ته وسلوال جنګیالي راليږي او کله کله خو دا ویل شوي چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونه خپلې سیاسي لوبې په افغانستان کې کوي.
د سیاسي چارو څېړونکي هم وايي چې، ګاونډي او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې خپلې ستراتیژيکي سیاسي ګټې لري او دوي له بېلابېلو لارو غواړي چې خپلو هدفونو ته ورسیږي او په دې سره د سولې خبرې ډيرې ګټوري نه تمامیږي، د سیاسي چارو څېړونکی اجمل سهیل زیاتوي:
(زموږ ګاونډي هېوادونه د افغانستان په سیاسي برخلیک کې ځینې تګ لارې لري تر هغه وخته پورې چې دا ګاونډیان خپل ستراتیژیکو موخو ته ونه رسیږي سوله افغانستان ته نشي راتلای)
ښاغلي سهیل له نړېوالې ټولنې او امریکا څخه وغوښته، چې پر پاکستان او ایران لازم سیاسي فشارونه راوړي، چې دوي د افغانستان په اړه خپلې تګ لارې بدلې کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د چهار شنبې په ورځ له پاکستانه وغوښته، چې باید د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې مثبت رول ولوبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کرولي ویلي، چې امریکا له هغو وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د سولې د هلو ځلو ملاتړ کوي، چې وسلې پر ځمکه ږدي، له زور زیاتي لاس اخلي او د افغانستان اساسي قانون مني.
د سولې عالي شورا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپل پیغام خپور کړ، د دغې شورا غړي او ویاند قیام الدین کشاف له ټولو هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان په روانه مسئله کې لاس لري وغوښته چې د دې شورا د پرېکړو په عملي کولو کې ورسره عملي مرسته وکړي او پر افغان دولت او وسلوالو مخالفینو یې غږ وکړ، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
(د سولې عالي شورا په ملي او نړېواله کچه د افغانستان په قضیه کې له زیدخلو هېوادونو او سازمانونو څخه په کلکه غواړي چې د سولې د ملي مشورتي جرګې د سپارښتونو په پلي کولو کې له دغې شورا سره عملي مرسته وکړي.
د سولې عالي شورا په افغانستان کې له ښکیلو اړخونو څخه په ټینګه غواړي چې په له خپل منځي اختلافاتو او ټکرونو په لمنځه وړلو کې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې دعالي شورا په منځګړیتوب د ستونزو سوله ایزې لارې ولټوي.
دغه شورا له افغان حکومت او له مخالفینو نه غواړي چې د سولې له بهیر سره هر راز مرسته او د دې شورا له نوښتونو سره ملاتړ وکړي)
اوس پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې جنګ د چا په ګټه دی او ایا سوله به یوازې افغانستان ته ګټه ورسوي؟ او ایا ګاونډیان په رښتیا هم له دې جګړې څخه ګټه پورته کوي؟
د ولسمشر کرزي سلاکار او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس معصوم ستانکزی وايي چې په افغانستان کې سوله په سیمه او نړۍ کې سوله ده، د ده په خبره چې افغانستان په سیمه کې د زورواکو ډلو د ګټو قرباني شوی دی.
د سیاسي چارو څېړونکي ګواښ کوي، چې که د افغانستان د روان ناورین او جنګ مخه ونه نیول شي، نه یوازې، دا چې دا جګړه به ګاونډي هېوادونه لاندې کړي بلکې د سیمې هېوادونه او نړۍ به هم له ګواښ سره مخامخ کړي.
د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، چې د افغانستان روان کړکېچ بهرنی اړخ لري، دی وايي د یوه سوله ایز افغانستان لپاره باید افغان دولت یوه فعاله ډیپلوماسي ولري، چې ګاونډیان په دې پوه کړي، چې د افغانستان جنګ د دوي په زیان دی.
د سیاسي چارو د څېړونکو او د سولې د عالي شورا د چارواکو د خبرو داسې معلومیږي، چې د افغان دولت او وسلوالو مخالفینو تر منځ د سولې او پخلاینې خبرې سیمه ایز او نړېوال اړخونه هم لري.
د افغانستان د ملي شورا رئیس صبغت الله مجددي د روان کال په سپټمبر میاشت کې وویل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لاسه به ډیر طالب مشران د سولې خبرو ته زړه ښه نه کړي.
د چارو څېړونکي غوښتنه کوي چې باید د سولې عالي شورا د سولې په خبرو کې یاد ټکي له پامه ونه باسي او د افغانستان د روان کړکېچ د حل لپاره په کور دننه او له هېواده بهر د سولې لارې چارې ولتوي.
د سولې عالي شورا چې 69 غړي لري په داسې وخت کې په خپل کار پیل وکړ، چې ویل کیږي د افغان دولت او وسلوالو طالبانو د ځینو مشرانو تر منځ په پټ ډول خبرې روانې دي، خو د طالبانو جګ پوړو مشرانو په دغو خبرو کې خپل ګډون رد کړی دی.
معصوم میوند- کابل