دا کومه د تعجب او حیرانتیا خبره نه ده، طالبان د جګړې د دوام لپاره د منابعو پر ځای، زیات وخت نه لري. تر دې وروستیو پورې طالبانو د سولې لپاره شرطونه ایښې وو او ویل به یي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي، د دوي بندیان دي خوشې شي او د ملګرو ملتونو امنیت شوری دي د دوي د مشرانو نومونه د تروریستانو له تور لیست څخه وباسي.
نیویارک ټایمز لیکي: دا خبره بیخې څرګنده ده چې د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت کې به د امریکایي سرتېرو محدود شمېر له افغانستان څخه وتل پیل کړي او د طالبانو په مشرانو به روانې حملې هم ممکن دوام وکړي.
نو په داسې یوه حالت کې به د طالبانو لپاره منطقي نه وي چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو پر مسلې دي زیات ټينګار وکړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: د طالبانو د قوماندې شبکه او مشرتابه تر ۲۰۰۶ کاله پورې منظم وو خو د دوي پر مشرانو او مرکزونو باندې د افغان، امریکایي او ناټو ځواکونو د حملو له امله چې د بې پیلوټه الوتکو او جاسوسانو په مرسته ترسره شوې، طالبان ډېر کمزورې شوي دي.
طالبانو نه یوازې زیات شمېر مهم قوماندانان له لاسه ورکړي بلکه موجود مشران یي هم د ژوندي پاتې کېدو په مقصد د افغانستان په داخل کې خپل ځایونه بدلوي.
د طالبانو قوماندانان د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولاي له خپلو وسله والو سره مخامخ وګوري او له دې درکه هم د هغوي واک مخ په کمېدو دی.
د طالبانو مشران د ټیلیفون له لارې نه شي کولای له خپلو کسانو سره اړیکې ټینګ کړي او دا ځکه دوي بیریږي چې د امواجو د کشف په صورت کې یي ممکن ځایونه تثبیت شي او بمبار پرې وشي،د ورځپاڼې په باور، د طالبانو مشران خپلو کسانو ته د قوماندې ورکولو په کار کې هم له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي: د طالبانو یو شمېر مهم او جګ پوړي قوماندانان وژل شوې او ځاي یي ځوانو او بې تجربې کسانو ډک کړی دی. دا نوي کسان تر ډېره حده ځانونه مستقل بولي او د تحریک پر ځای، خپلو شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي،د مثال په ډول، کله چې دوي پیسې ټولوي نو د پخوانیو قوماندانو پر خلاف یي، د تحریک پر ځای په خپلو جیبونو کې اچوي.
ورځپاڼه لیکي، طالبان چې د یوې عقیدوي مفکوري پر ځای په عنعنوي ډول د یوه ګډ دښمن پر ضد سره راټول شوي کسان دي، جلا کېدل یاتیت وپرک کېدل یي د کابل او واشنګټن لپاره ښه خبر دی. خو د طالبانو د غورځنګ یا تحریک زیات ضعیفه کېدل ستونزه هم رامنځ ته کوي په دې معنی چې له طالبانو سره به د هغه یوه تړون لاسلیک کېدل ګران شي چې له مخې به یي وسله وال له جګړو لاس واخلي، اساسي قانون به ومني او له القاعده شبکې سره به اړیکې وشلوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکې: د طالبانو زیات شمېر نوي مشران له القاعده شبکې سره تړاو لري او ممکن له ولسمشر کرزي سره د سولې معاملې ته حاضر نه شي.
په عین حال کې د افغاني طالبانو په کمزوري کېدو سره به په پاکستان باندې چې د پخلاینې په عملیې کې دخیل دي، هم فشارونه زیات شي. پاکستان زیار باسي چې له افغانستان سره د ګډې پولې په اوږدو کې خپل زیات واک ټينګ کړي خو ستونزه یي په دي کې ده چې د طالبانو پخوانیو مشرانو د پاکستان له پوځ سره نږدې اړیکي درلودل او د طالبانو دا نوي قوماندانان ممکن د اسلام اباد د غوښتنو زیات خیال ونه ساتي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، د ایران او روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډیان او سېمه ایز قدرتونه هم نه غواړي چې طالبان دې په افغانستان کې واک ته ورسیږي خو له سیاسي حل سره موافق دي.
په افغانستان کې د پوره ثبات او امنیت د نشتوالي په صورت کې به ایران او روسیې ته د نشه يي موادو د قاچاق مخه و نه نیوله شي او په دې هېوادو کې به روغتیایي او جنایي ستونزې نورې هم زیاتې شي.
ورځپاڼه د تحلیل په وروستۍ برخې کې لیکي: له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید د هغوي مشران په دې خبرې پوه شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د سمدستي او عاجلې وتنې په صورت کې به په دې هېواد کې قومي او خپل منځۍ جګړې پیل شي او د سولې پر ځای به نورې زیاتې وینې توې شي.