د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

بلاتز:په افغانستان کې هېڅ ډول پټ زندان نشته


د بګرام زندان
د بګرام زندان
په داسې حال کې، چې افغان دولت په بګرام کې د یو پټ زندان د موجودیت په اړه د تحقیقاتو تیارې نیسي، د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د هر ډول پټ زندان موجودیت ردوي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتز، په افغانستان کې د بهرنیانو تر ولکې لاندې، د ځینو زندانونو د موجودیت په اړه اندېښنې ناسمې وبللې:

"په افغانستان کې هېڅ ډول پټ زندان نشته، یوازې په بګرام کې د پروان په نامه زندان دی، چې په ګډه د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له خوا اداره کیږي."

که څه هم، د ایساف ځواکونو ویاند په افغانستان کې د پټو زندانونو موجودیت رد کړ، خو په روانه میلادي میاشت کې د پرانیستې ټولنې په نامه یوه بنسټ، په یوه خپور شوي رپوټ کې، په بګرام کې د امریکايي ځواکونو د اصلي قرارګاه تر ولکې لاندې د یوه پټ زندان خبر ورکړی دی.

دغه بنسټ ، چې مرکز يې په نیویارک کې دی، په خپل رپوټ کې په دغه زندان کې له زندانیانو سره د بد چلند یادونه هم کړې.

په رپوټ کې همدا راز راغلي، چې په دې پټ زندان کې زندانیان له هر ډول امکاناتو محروم دي.

که څه هم تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه رپوټ تر کومه سم دی، خو د بشري حقونو د مدافع د یو شمېر بنستونو ځینې غړي د دغه خپور شوي رپوټ په هکله اندېښنه څرګندوي، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړی فرید حمیدي وايي:

"د یو راپور پر اساس چې د امریکايي موسسې له خوا نه خپور شو، داسې شکایتونه شته اوداسې ګومان کیږي چې یو بل زندان هلته موجود دي چې نه افغان دولت ته معلومه ده او نه نورو موسسو ته."

تر دې مخکې هم په افغانستان کې د پټو زندانونو د موجودیت په اړه نا تاييد شوي رپوټونه خپاره شوي دي.

په بګرام کې د پټ زندان د فعالیت په اړه له خپاره شوي رپوټ سره سم، ولسمشر حامد کرزي په دې برخه کې د څېړنې لپاره یو کمیسیون ټاکلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د جمهوري ریاست د عدلي او حقوقي مشورتي بورد استازي د دغه کمیسیون غړي دي.

خبریاله : ماریاصدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG