د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

ایراني ځواکونو ۶ تنه افغان پولیس د دوي خاورې ته تر اوښتو وروسته ونیول


د ایران سرحدي پولیسو قومندان وايي، چې دوی اوه تنه افغان پولیس نیولي دي
د ایران سرحدي پولیسو قومندان وايي، چې دوی اوه تنه افغان پولیس نیولي دي
افغان سرحدي مقاماتو مخکې ويلي وو، چې ايراني ځواکونو په پوله کې شپږ تنه افغان سرحدي پوليس نيولي دي.

دا کسان وروسته له دې نيول کېږي چې افغان سرحدي ځواکونو څو ټنه چاودېدونکي مواد د نيمروز په ګمرک کې ونيول.
د ايران ايسنا خبري اژانس پرون وويل، چې دغه هيواد د افغانستان اووه سرحدي پوليس په خپل سيستان او بلوچستان ولايت کې نيولي دي.

د دې اژانس د راپور له مخې دا افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو د نيولو په نيت د ايران خاورې ته اوښتي وو.

ايسنا د ايران د سرحدي ځواکونو د قومندان حسين ذوالفقاري له قوله وويل، چې د دغه هېواد سرحدي پوليسو اووه تنه افغان پرسونل وروسته له دې ونيول، چې د ايران خاورې ته پنځوس متره داخل شوي وو. ده د افغانانو د نيونې نېټې ته اشاره ونه کړه.

تر دې څلور ورځې مخکې په هرات کې د افغان سرحدي پوليسو يوه مقام ازادي راډيو ته د نوم د نه خپرولو په شرط ويلي وو، چې ايراني ځواکونو شپږ تنه افغان سرحدي پوليس نيولي دي.

وروسته د فراه د امنيې قومندان سمونوال محمد فقير عسکر تاييد کړه، چې د چهارشنبې په ورځ د دوی پنځه سرحدي پوليس د نابلدۍ له کبله اشتباهاً د ايران خاورې ته اوښتي دي:

"د سرحدي پولیسو یو موټر چې په نیمروز کې په سرحدي کرښې باندې ګزمه کوله، د راپورونو له مخې چې موږ ته رارسیدلي دي، دغو پولیسو د دوړو له امله خپل مسر غلط کړی و او د ایران خاورې ته اوښتي وو، چې یو افسر او څلور تنه عسکر سره د یو موټر ونیول شول."

ايراني مقام ذوالفقاري وويل، چې نيول شويو کسانو ويلي، چې دوی په سيمه کې ګزمه کوله، په طالبانو پسې ګرځېدل او د ايران خاورې ته يې د اوښتو نيت نه درلود.

دغه ايراني سرحدي چارواکي همداراز وويل، چې د نيول شويو افغانانو قضيه قضايي اورګانونو ته سپارل شوې ده.

ده دا هم وويل، چې له افغان پوځيانو راکټونه او شپږ توپکونه نيول شوي دي.

ايسنا د ايران د سرحدي چارواکو له قوله وايي، چې ايراني ځواکونو د افغان امنيتي ځواکونو پر نقليه وسيلې ډزې وکړې.

ايران دا افغان سرحدي ځواکونه يوازې څو ورځې وروسته له دې نيسي، چې افغان سرحدي ځواکونو د نيمروز ولايت په ګمرک کې نولس ټنه چاودېدونکي مواد ونيول. دا مواد د تجارتي وسايلو په نوم له ايران څخه راوړل شوي وو.
XS
SM
MD
LG