د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د افغانستان په شمال کې تصفیوي عملیات پیل شول


افغان سرتیري
افغان سرتیري
د کورنیو چارو وزارت په شمال کې د عملیاتو تیارې په داسې حال کې نیسي، چې په دغو سیمو کې د وسله والو مخالفینو مخ په زیاتیدونکو فعالیتونو د سیمې د امنیت په اړه ژورې اندیښنې راټوکولي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوي د شمال پېښو ته ځیر دي او هڅه کوي، چې د وسله والو د فعالیتونو مخنیوې وکړي.

هغه وویل، چې د پولیسو دا عملیات اوس مهال د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې پیل شوي او په دوو نورو ولسوالیو کې به ډیر ژر پیل شي:

(د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دې پېښو ته ځیر دې او له همدې امله یي پولیسو ته دنده سپارلې، چې د دغو امنیتي پېښو د له منځه وړلو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.

ډیر ژر به د تخار ولایت په دریو ولسوالیو کې یعنې په درقد، خواجه بهاوالدین او ینګي قلعه ولسوالیو کې عملیات پیل شي. د هغو معلوماتو له مخې، چې موږ ته نن رارسېدلي دي په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې دا عملیات پیل شوي دي.)

په تخار کې د پولیسو د عملیاتو خبره په داسې حال کې کیږي، چې اوس اوس په سرپل ولایت کې له سلو زیاتو وسله والو په زندان ډله ایزه حمله وکړه.

که څه هم د وسله والو دا حمله د پولیسو له خوا ناکامه شوه، خو کتونکي وایي له دې حملې دا څرګندیږې، چې په شمال کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونو زور اخیستې او باید د مخنیوي لپاره یی جدي هلې ځلې وشي.

ښاغلي بشري هم وویل، چې دا هغه څه وو، چې باید نه وای شوی، که څه هم د شمال د روانې وضعې په اړه پراخې اندیښنې څرګندیږي، خو ځینې کتونکي بیا د هغې پړه په امنیتي ادارو اچوي.

په ولسي جرګه کې د بغلان ولایت استازې انجنیر عاصم په دې باور دې، چې وسله وال مخالفین په شمال کې زیات ځواک نه لري او دا، چې دوي سیمه نا ارامه کړې، د هغې اساسي علت د امنیتي ځواکونو غفلت دې، دې وایي، که دولت د حالاتو د کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کړي، نو شته ستونزې هوارېدلې شي:

(امنیتي ځواکونو په تاصف سره یوه سمه پریکړه له هغوي سره نه ده کړی که محترم چارواکي داسې یو تصمیم ولري، نو زه باور لرم چې په شمال کې دا راپورته شوی لانجه به حل شي)

خو ځینې نور کتونکي بیا په شمال کې د وسله والو خوځښتونه جدي بولي او وايي که چېرې دولت په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه کړي، نو حالات له کنټروله وتې هم شي.

د افغانستان په شمال کې د نا ارامیو د خورېدو ترڅنګ دا راپورونه هم ورکولې کیږي، چې په دغو سیمو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځینې هغه وسله والې ډلې، چې تر دې مخکې د پاکستان په قبایلي سیمو کې وې فعاله شوي.

ناټو او افغان امنیتي ځواکونه هم تر یوه بریده دا راپورونه تاییدوي، خو وایي، چې په سیمه کې د دوي د نفوذ د مخنیوي لپاره هلې ځلې روانې دي.
XS
SM
MD
LG