د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

سپین غر: د ابتدايي نتیجو له اعلانه وروسته به شکایتونه زیات شي


د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ټولنې مشر جانداد سپین غر
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ټولنې مشر جانداد سپین غر
په داسې حال کې، چې تمه کیږي د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني نتایج د یکشنبې په ورځ اعلان شي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په درغلیو تورونو کاندیدانو ته پنځه ورځې وخت وټاکه چې له ځانه دفاع وکړي.

د دغه کمېسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفعت د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه نږدې 180 کاندیدان چې په درغلیو او سرغړونو تورن دي، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون او امنیتي ادارو له خوا دوي ته ور پیژندل شوي دي.

ده وویل چې هر تورن کاندید کولای شي تر پنځو ورځو پورې له خپل ځان څخه دفاع وکړي، په دې موضوع عصمت څاروان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ټولنې له مشر جانداد سپین غر سره مرکه کړې ده.

چې دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلای شي.
XS
SM
MD
LG