د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

په کندهار کې بمي چاودنې او حملې شوي


وسله وال طالبان ادعا کوي، چې په کندهار کې یې اته بریدونه ترسره کړي دي.
وسله وال طالبان ادعا کوي، چې په کندهار کې یې اته بریدونه ترسره کړي دي.
په کندهار کې تيره شپه پر له پسې څلور بمي چاودنې دوه توغندي او يوه وسلواله حمله وشوه.

لومړۍ چاودنه ماخوستن شاوخوا اته بجې د کندهار د امنيې قومندانۍ ته نږدې د ښار د لومړۍ ناحيې د کاکا سيد احمد ښوونځي او زړې قول اردو د دروازې ترڅنګ وشوه.

د کندهار ولايت د مطبوعاتو مسوول زلمي ايوبي ازادي راډيو ته وويل، چاوديدونکي توکي په يو زرنج موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وو.

د ايوبي په خبره پوليسو غوښتل، چې ساحه تر خپل کنټرول لاندې راولي او چاوديدونکي مواد خنثا کړي، چې په دې حالت کې چاودنه شوې او نتیجه کې یې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

ايوبي زياته کړه، چې د کندهار ښار لويديځ لور ته د سرپوزې په سېمې کې د زندان شاته د وسلوالو طالبانو او پوليسو ترمنځ ډزې شوي او وسله وال له سېمې تښتيدلي دي.

په سيمه کې عيني شاهدان وايي، چې وسله والو طالبانو پر زندان راکټي بريدونه کړي او غوښتل يې، چې پر زندان يوځل بيا وسلواله حمله وکړي.

تيره شپه پر همدې مهال په ښار کې دوه د تيلو ټانکر موټرونه هم وسوځيدل.

که څه هم د کندهار امنيه قوماندان پيښه نه مني خو يوه امنتي سرچينه او په سيمه کې عيني شاهدان وايي، چې ياده پيښه د ده خواجي د مانده سره شوي، چې له امله يې دوه موټرونه وسوځيدل يو چلوونکي يې ووژل شو او يو بل ټپي شو.

درې نورې چاودنې د حضرت جي بابا ډنډ چوک او د قومندو په سيمو کې هم شوي، چې د چارواکو په خبره تلفات نه لري.

د پيښو مسووليت د دولت ولسوالو مخالفينو په غاړه اخستې د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په کندهار کې يې اته چاودنې کړي، په لومړي چاودنه کې يې اته پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي.

نوموړي ادعا کړي، چې په پاته چاودنو او وسلوال بريد کې يې هم ګڼ شمير کورني اوبهرني سر تيري وژلي دي.

خو د کندهار چارواکې دا ادعا رد وي.

راپور: محمدصادق رښتينى کندهار
XS
SM
MD
LG