د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

په امریکا کې د مسلمانانو ټولنه په څه حال وضیعت کې ده؟


په امریکا کې د ایمان په نوم د مسلمانانو د یوې شبکې رئیس ناشاشیبي
په امریکا کې د ایمان په نوم د مسلمانانو د یوې شبکې رئیس ناشاشیبي

ځینې مسلمانان وايي، اوس په امریکا کې تر ډیره هغه ستونزې هوارې شوي دي، چې په ۲۰۰۱ کال د سپتمر د یولسمې نېټې له بریده وروسته ورسره مخ شوي و.

پوښتنه:

د امریکا په متحده ایالاتو کې د ایمان په نوم د مسلمانانو د یوې شبکې مشر ښاغلی رامي، که په لومړي سر کې مهرباني وکړئ او په امریکا کې د مسلمانانو د ټولنې په اړه معلومات راکړئ؟

ځواب:


د امریکا د مسلمانانو ټولنه ښايي په نړۍ کې یوه له هغو ټولنو څخه وي، چې ډیره تنوع په کې ده، په دې ټولنه کې د نړۍ د هرې اسلامي ټولنې استازي شته.

موږ عرب امریکايي مسلمانان لرو، موږ له افغانستان، پاکستان، اندنیزیا او نورو هېوادونو نه مسلمانان لرو، موږ داسې مسلمانان لرو چې اصلاً امریکايان دي او اسلام یې منلی دی، داسې مسلمانان هم شته چې په امریکايي ټولنې کې ژورې ریښې لري، لکه افریقايي امریکايي مسلمانان.

د شیکاګو په شان لوېو ښارونو کې چې ښايي له پنځو نه تر اوو میلیونو پورې نفوس به ولري، موږ هلته شاوخوا څلور لکه مسلمانان لرو.

دوی هر ډول کارونه کوي، ډیری ډاکتران دي او په روغتونونو کې کار کوي، ډیر یې په ټولنو کې کار کوي، دوي د انجنیرانو د پوهنتونو د استادانو او ښوونکو په توګه کار کوي.

پوښتنه:

کېدای شي چې د امریکايي مسلمانانو د ټول نفوس په اړه معلومات راکړئ؟

ځواب:

دا په بېلابېلو سرشمېرنو پورې اړه لري، خو په هر صورت له څلورو نه تر شپږو ملیونو پورې مسلمانان په امریکا کې ژوند کوي، دا شمېره مخ په زیاتېدو ده، ځکه چې د مسلمانانو نفوس ډیریږي.

پوښتنه:

راځی چې لږ د دوي د سیاسي او ټولنیزو چارو په اړه وغږیږو، دوي دغه چارې څرنګه پر مخ بیايي او ایا دومره موثره دي چې په ټولنه کې خپل اغیز ولري، ایا دوي ځانګړي سازمانونه او مرکزونه لري؟

ځواب:


هو، په ځانګړې توګه په تېرو پنځلسو شلو کلونو کې د دوي چارې ډیرې مسلکي شوي دي، تاسو ډیر سازمانونه لیدلای شئ، لکه چې د یوه مشري یې زه کوم.

دغه سازمانونه خلکو ته په وړیا توګه روغتیايي خدمات کوي، دوي هڅه کوي چې په قوانینو کې بدلون راولي، دوي له یهودي او عیسوي ټولنو سره یو ځای کار کوي.

تاسو به داسې مسلمانان ووینئ چې د سیاست په برخه کې ډیر فعاله شوي دي، موږ اوس په کانګرس کې دوه مسلمان غړي لرو.

پوښتنه:

مسلمانان شکایت کوي، چې په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې له تروریستي بریدو وروسته له دوي سره تعصب کیږي او تعقیبیږي، ایا اوس وضعیت یو څه ښه شوی؟

ځواب:

هو ریښتیا هم دا ستونزه موجوده وه او اوس هم شته. د امریکا په ټولنه کې تر اوسه داسې خلک شته، چې د اسلام په اړه سم نه پوهیږي او کله چې کوم برید کیږي او کله چې کوم شخص، چې د امریکا په اړه ناوړه نیت لري، کوم ویروونکی کار وکړي.

نو دوي ته ډیرې اندیښنې پیدا کیږي. خو هغه څه چې زه ویلای شم، چې ډیر مثبت پرمختګ شوی دی، هغه دا چې اوسنۍ ادارې په خانګړې توګه خپله ولسمشر بارک اوباما له لومړېو نه ډیره په ډاګه کړې ده، چې دوي به په ټولنې کې دارنګه ستونزې ونه زغمي.

تاسو به هغه تحریک کوونکي اصطلاحات وانه ورئ، لکه اسلامي تروریزم، لکه مسلمان تروریست، دا هغه ژبه ده چې د
د ایمان په نوم د مسلمانانو د یوې شبکې رئیس ناشاشیبي د احمد زبیر ژمن پوښتنې ځوابوي
اوباما ادارې ژمنه کړې چې نه به یې کاروي.

هو اوس هم ځیني تحرکات شته، ځینې پېښې کیږي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې خلک ځینې مسایل سیاسي کول غواړي، خو په ټوله کې سازمانونه، سیمه یېز سیاستوال او د کانګرس غړي د مسلمانانو ملاتړ کوي.

پوښتنه:

ځینې خلک داسې شکایت کوي چې په امریکا کې قوانین د مسلمانانو لپاره د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په برخه ډیر محدودیتونه لري، ستاسو نظر څه دی؟

ځواب:

که صادقانه قضاوت وکړو، دا خبره سمه نه ده. هو هلته د زکات او خیرات په مسایلو کې یو څه اندېښنې شته، خو اوس ډیرې داسې پالیسۍ رامنځ ته شوي چې ښې اغیزې یې لرلي دي.

او هغه مسلمانان چې د بارک اوباما له ادارې سره کار کوي، دوي په دې اړه کار کوي چې څوک او چاته زکات ورکړل شي، څرنګه ورکړل شي، لیست یې جوړ شي.

خو په عمومي صورت داسې څه بندیزونه نشته، چې هغوي دې له لمونځ کولو، د مسجدونو او اسلامي مرکزونو له جوړولو منع کړای شي.

ښایي تاسو په سیمه یېزه کچه ځینو خاصو مواردو کې د بېلابېلو هغو سازمانونو له خوا مخالفتونه وګوري، چې د مسلمانانو د موجودیت په اړه اندیښمن دي، خو دا د قانون له امله نه دي.

تاسو به په امریکا کې کوم محدویت ونه ګوري، د لمانځه په برخه کې د ښځو د حجاب په برخه کې لکه چې په ځینو اروپایي هېوادونو کې شته.

پوښتنه:

خو هلته په نیو یارک کې هغه ځای ته نږدې چې په ۲۰۰۱ کال کې تروریستي بریدونه په کې شوي و، د مسجد او د یوه اسلامي مرکز د جوړېدو پر سر لانجه روانه ده، د دې علت څه دی؟

ځواب:

هلته یو څو مشخصې ډلې دي، ډیرې وړې خو په جګ اواز اعتراضونه کوي. هغوي د اندېښنو په راپورته کولو کې ډيرې اغیزناکې وې. خو په امریکا کې دا یو سیاسي کال دی.

تاسو پوهیږي چې انتخابات کله کله داسې مسایل رامنځ ته کوي، خو د یادولو وړ ده چې د هر اعتراض کوونکي لپاره د مسجد او یا اسلامي مرکز جوړېدل د مخالفت مسئله نه ده، بلکې دوي یوازې د هغو د جوړېدو د ساحې په اړه حساس دي.

د ډیرو امریکایانو لپاره دا هم د اندیښنې وړ ده، چې یوازې څو متره لرې له هغه ځایه چې د سپتمبر په یوولسمه په کې الوتکې لګیدلې وې، څرنګه یو مرکز به جوړ شي.

ایا دا به د مسلمانو مشرانو لپاره ښه نه وي چې یو بل ځای ورته وټاکي، چې ښايي له دې نه به ښه وي، دارنګه اندیښنې موجودې دي، خو داسې کسان هم شته چې یوازې د مسلمانې ټولنې په اړه ناوړه نیت لري، خو باید تاسو په دې پوه شئ، چې جمهور رئیس بارک اوباما، د نیو یارک ښاروال او له ټولې امریکا نه د لوېو لوېو سازمانونو شخصیتونو د دې ملاتړ وکړ چې مسلمانان هر چیرته چې وغواړي مذهبي مرکز جوړولای شي.

پوښتنه:

ښاغلی رامي ، یو څه مو افغانستان ته د خپل سفر په اړه هم معلومات راکړئ؟

ځواب:

زه دلته په یوه لنډ سفر راغلی یم، د اوو ورځو لپاره راغلی یم، دلته مې الحمد لله د ډیر کارونو کولو موقع پیدا کړه، زه مزارشریف ته ولاړم، هلته مې د بلخ پوهنتون له یو شمېر محصلینو سره وکتل، دلته په کابل کې مې هم له ځینو محصلینو سره چې لنکن سنټر ته روان دي، وکتل.

د حج او اوقافو له وزیر سره مې وکتل، د ځوانانو له یوه ټولې سره مې وکتل. زه دلته د دې لپاره هم راغلی یم، چې یو څه زده کړم، وایې ورم او د یوه امریکايي مسلمان په توګه دلته په کابل، افغانستان او بلخ کې له خپلو مسلمانو خویندو او وروڼو سره اړیکه ولرم او دوي ته هم یوه موقع برابره کړم چې په امریکا کې د مسلمانانو په اړه یو څه زده کړي.

دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې هم اورېدلای شي.
XS
SM
MD
LG