د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

په کابل کې د حقیقت موندنې اوعدلي طب د رول په نوم یو کنفرانس


 دا درې ورځنی کنفرانس د افغانستان دعدلي او قضایی ارګانونو، پولیسو، د عامې روغتیا وزارت او د مدنې ټولنو او جګړو د لسګونو قربانیانو په ګډون جوړ شوی وو.
دا درې ورځنی کنفرانس د افغانستان دعدلي او قضایی ارګانونو، پولیسو، د عامې روغتیا وزارت او د مدنې ټولنو او جګړو د لسګونو قربانیانو په ګډون جوړ شوی وو.
د حقیقت موندنې اوعدلي طب د رول په نوم د کنفرانس ګډونوالو ټینګار وکړچې له وسله والو مخالفانو سره د سولې او ملي پخلاینې په پروسه کې حکومت باید د جنګي مجرمینو مجازات ، د عدالت ټینګښت، د جګړو قربانیانو ته رسیدګۍ او د ډله ایزو قبرونو او د حقایقو د پیژندنې لپاره د پرمختللو وسایلو کارول له پامه ونه غورځوي.

دا درې ورځنی کنفرانس د افغانستان دعدلي او قضایی ارګانونو، پولیسو، د عامې روغتیا وزارت او د مدنې ټولنو او جګړو د لسګونو قربانیانو په ګډون جوړ شوی وو.

د دې کنفرانس د برخه والو په باور ډیر شمېر هغه کسان چې په دې هېواد کې د بشر د حقوقو پر ضد جرمونو کې ښکیل وو د مجازاتو پر ځای دا مهال په مهمو دولتي پوسټونو کې دندې ترسره کوي.

د انتقالي عدالت د هماهنګۍ د ډلې یوه مسوول یونس اختر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د دې کنفرانس د ګډونوالو مهمې غوښتنې داسې مطرح کړې:

(د ډله ایزو قبرونو د ساتنې لپاره د یوې ملي ستراتیژۍ جوړول، د حقیقت موندنې له پروسې څخه د دولت ملاتړ، د سولې په پروسه کې عدالت په پام کې نیول زموږ اساسي غوښتنې دي.
دغه راز باید د افغانستان د جزا قانون د جنګي جنایتونو په اړه یو تعریف وړاندې کړي او د عفوې قانون تعلیق یا وځنډول شي).

ده وویل چې دا مهال یو شمېر مهم جنګي مجرمین او د بشر له حقوقو څخه تیري کوونکي په دولت کې غټې څوکۍ لري او له همدې امله جنګي مجرمین مجازات شوي نه دي او د جنګونو او تاوتریخوالي د قربانیانو حقوقو ته چاه پاملرنه نه ده کړې.

دوې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د پروسې مخالف نه دي خو د سولې او ملي پخلاینې په هر ډول خبرو اترو کې یې د عدالت او د خلکو د حقوقو د رعایت غوښتنه وکړه.

خو د افغانستان حکومتي چارواکي وایی په دې هېواد کې له وسله والو مخالفانو سره د سولې په پروسه کې که په هر سطح وي د بشر د حقونو او د عدالت ټینګښت ته جدي پاملرنه کیږي، د ولسمشرکرزي د ویاند مرستیال سیامک هروي دا زیاتوي:

(افغان حکومت په تېر وخت کې او اوس هم دې مسالې ته جدي پاملرنه کړې او په راتلونکې کې به هم له مخالفانو سره خبرو اترو کې عدالت په پام کې ونیسي.

د سولې عالي شورا چې جوړه شوې مکلفه ده چې د تېرو څو کلونو لاس ته راوړنې، د ښځو حقوق او نافذ قوانین د سولې په پروسه کې رعایت کړي).

د بشر د حقوقو مدافعان، مدنې ټولنې او د انتقالي عدالت د هماهنګۍ ډله په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د سولې عالي شورا جوړه او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.

تردې وړاندې هم د بشر د حقوقو ارګانونو او مدني ټولنو په دې هېواد کې د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه کړې وه، دوې وایی ترهغه وخته چې دا کسان له دولتي څوکیو لري او مجازات نه شي په دې هېواد کې سوله اوعدالت نه شي ټینګېدای.
XS
SM
MD
LG