د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

هند په افغانستان کې یو بهرنی د بډو د غوښتنې په تور نیولی


چارواکي وايي چې، نیل کمپبل په افغانستان کې د یوه روغتون او یوه دارالمعلمین د پروژو لپاره د ۱۹۰ زره ډالرو بډو غوښتنه کړې وه
چارواکي وايي چې، نیل کمپبل په افغانستان کې د یوه روغتون او یوه دارالمعلمین د پروژو لپاره د ۱۹۰ زره ډالرو بډو غوښتنه کړې وه
د هند د تحقیقاتو مرکزي ادارې اسټرالیایي نیل کمپبل د چهارشنبې په ورځ په نوې ډېلي کې ونیو. د مهاجرت د نړېوالې ادارې د دې کارکوونکي د نیولو حکم د واشنګټن یوې محکمې په اګست میاشت کې ورکړی و.

چارواکي وايي چې، نیل کمپبل په افغانستان کې د یوه روغتون او یوه دارالمعلمین د پروژو لپاره د ۱۹۰ زره ډالرو بډو غوښتنه کړې وه.

که پر کمپبل د بډو اخیستو تورونه ثابت شي نو د امریکا حکومت ته به تسلیم شي او ښايي تر لسو کالو پورې په بند محکوم شي، شپېته کلن کمپبل د مهاجرت د نړېوالې ادارې IOM کارکوونکی دی چې ټولنه یې په افغانستان کې د بیارغونې د پروژو لپاره له USAID یا د امریکا د نړېوالې پرمختیا له ادارې څخه پیسې ترلاسه کوي. دی د هغې کمېټې غړی و چې یوه دنده یې د بیا رغونې د پروژو لپاره د دوهم لاس ساختماني موسسو خوښول و.

په واشنګټن کې د امریکا د لویې څارنوالۍ دفتر چې دا دوسیه تعقیبوي وايي، کمپبل سږ کال اوړی له یوې ناپېژندل شوې ساختماني کمپنۍ څخه ۱۹۰ زره ډالر بډې غوښتي وې څو اجازه ورکړي چې د یوه روغتون او یوه ولایتي دارالمعلمین پر ودانیو کار ته دوام ورکړي.

یادې شوې کمپنۍ د روغتون د جوړولو قرارداد په دیارلس اعشاریه څلور میلیونه او د دارالمعلمین د جوړولو قرارداد په یو اعشاریه نه میلیونه ډالر ترلاسه کړي وو.

د امریکايي څارنوالانو په حکم کې راغلي چې د امریکا د نړېوالې پرمختیا د ادارې د عمومي مفتش د دفتر یوه مخفي اجنټ چې ځان یې د یادې شوې ساختماني کمپنۍ یو مسوول مقام ښودلی و، په جولای میاشت کې په کابل کې له نیل کمپبل سره وکتل.

په اسنادو کې ویل شوي دي چې کمپبل له نوموړې کمپنۍ څخه د کار د دوام د اجازې په بدل کې۱۹۰ زره ډالره بډې غوښتې او ویل یې چې دا پیسې د هغه خطر په بدل کې چې دی یې مني، هېڅ هم نه دي.

په اسنادو کې همدا راز راغلي دي چې کمپبل د بانکي معاملې پرځای د نغدو پیسو غوښتنه کوله ځکه وېره یې درلوده چې امنیتي ځواکونه ښايي د بانک له لارې د پیسو د انتقال پته ولګوي.

اسوشیټید پریس اژانس زیاتوي چې مخفي اجنټ یوه میاشت وروسته لس زره امریکايي ډالر کمپبل ته وسپارل او ده لارښوونه ورته وکړه چې هرکله یې پاتې یولک او اتیازره ډالر په یوه بکس کې برابر کړل نو د ټیلفون په وسیله دې ده ته پیغام ورکړي.
XS
SM
MD
LG