مشرانو جرګې د افغانستان په پوهنتونونو کې د محصلانو موجوده ستونزو ته د حل لارې د پیدا کولو او دغه راز د لوړو زده کړو په وزارت کې په ځینو قوانینو او مقرراتو کې د تعدیلاتو د راوستول پاره نوي هڅې پیل کړي دي.
د مشرانو جرګې دیني، فرهنګي او د لوړو زده کړو کمیسیون په همدې هدف د پنجشنبې په ورځ د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې په مالي او تخنیکي مرسته یوه غونډه جوړه کړې وه چې په کې له بېلابېلو ولایتونو څخه لسګونو کارپوهانو هم برخه اخیستې وه.
د مشرانو جرګې سناتور محمود دانشجو چې د دې غونډې مشرۍ هم کوله وویل چې افغان محصلان په پوهنتونو کې دا مهال ډیرې ستونزې لري او له فارغېدو نه وروسته بی کاري یوه بله عمده ستونزه ده چې هغوي ورسره مخامخ دي:
(عمده ستونزه د دیني عالمانو د اسنادو ارزیابي او د کانکور ازموینه او له یوه پوهنتون نه بل ته تبدیلي ده، دغه راز د لوړو زده کړو په برخه کې ځینې قوانین دي چې د تعدیل ته اړتیا لري تر څو هم محصلانو ته اسانتیاوې رامنځ ته شي او هم د لوړو زده کړو وزارت.
یوه بله غټه ستونزده داده چې له فارغېدو وروسته ډیر ځوانان دندې نه پیدا کوي او بې سرنوشته ګرځي.)
ده څرګنده کړه چې په پوهنتونونو کې تحصیلي بورسونه هم سم نه ویشل کیږي او ځینو ځوانانو چې په خصوصي پوهنتونونو او له هېواد څخه بهر یې لوړې زده کړې د هغوي د تحصیلي اسنادو د ارزیابۍ په برخه کې هم ډیرې ستونزې شته.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دولتي پوهنتونونو کې دا مهال محصلان له هره پلوه ستونزې ډیرې بولي او وایي چې له پخوا څخه ځینې پاتې شوي قوانین دي چې اصلاح او تعدیل ته جدي اړتیا لري.
په عین حال کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکي هم په پوهنتونونو او دغه راز د لوړو زده کړو په وزارت کې یو لړ ستونزې مني خو وایي چې د حل لپاره یې هلې ځلې پیل شوي دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست سروردانش وویل چې په تېرو څو کلونو کې د لوړو زده کړو په وزارت او پوهنتونونو کې مهم کارونه شوي او د ځینو نورو ستونزو د هوارولو لپاره همدا اوس هڅې رواني دي:
( ځینې مهم کارونه دي چې دا مهال په پوهنتونونو او دلوړو زد کړو په موسسو کې دوام لري، په ادارو کې هرو مرو ځینې ستونزې وي چې پوښتنې پیدا کوي او باید ورته ځواب وویل شي.
په وروستیو دوو کلونو کې هرکال نږدې لس زره ځوانان فارغیږي دغه راز له هېواد څخه بهر هم یو شمېر لوړې زده کړې کوي چې باید ورته دندې ورکړې شي خو دا ستونزه د دولت په سطح ده چې باید ورته د حل لاره وموندل شي.)
په پوهنتونونو کې محصلان د مجربو استادانو کموالي، زوړ درسي نصاب، په خصوصي پوهنتونو کې د فیس لوړوالی او دغه راز د پوهنتونونو په لیلیو کې هم له هره پلوه شته ستونزو ته ګوته نیسي او وایي چې په تېرو کلونو کې د دغو ستونزو حل ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
دغه راز د لوړو زده کړو له موسسو څخه له فارغېدو وروسته د کار او دندې نشتوالی یو بل عمده چیلینج دی چې افغان ځوانان ورسره مخامخ دي.