د ملګروملتو امنیت شورا پرون په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو ماموریت تصویب کړ او په دې هېواد کې یي پر امنیتي وضعیت په تېره بیا د طالبانو، القاعده او نورو غیرقانوني وسله والو ډلو له لوري په تاوتریخوالي ژوره اندېښنه وښوده.
د ملګروملتو د امنیت شورا پنځلس دایمي او غیر دایمي غړېو هغه پرېکړه لیک په یوه خوله تصویب کړ چې په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې یا ایساف ځواکونو ماموریت د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر تر دیارلسمې پورې اوږدوي.
په پریکړه لیک کې په دې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګېدو او د سخت دریځو د ګواښونو د مخنیوي لپاره د افغانستان د حکومت د هلو ځلو د ملاتړ لپاره په دې هېواد کې د نړېوال امنیتي مرستندوېه ۱۴۳ زره کسیز ځواک ماموریت ته اړتیا ده.
امینت شورا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته په تدریجي ډول د امنیتي مسولیتونو د سپارلو د پلان ملاتړ وکړ او د افغان ملي اردو او پولیسو د روزنې پروګرام یي ډیر مهم وباله.
په پریکړه لیک ویل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه به د هغو پرمختګونو پروسه ګړندی کړي چې هدف یي د دې هېواد په خپلو پښو درېدل دي په دې مانا چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په خپله د هېواد امنیتي چارې سمبالې کړي، د قانون واکمني ټینګه کړي، داسې ځواکونه چې حساب ورکونکي وي او قومي ترکیب هم په کې په پام کې نیول شوی وي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پریکړه لیک کې دغه راز په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ وکړ او له ټولو خواو یي په کلکه غوښتنه وکړه چې د رغنده سوله ایز سیاسي دیالوګ لپاره هلې ځلې وکړي.
پرېکړه لیک دا هم وايي چې د امنیت شورا ټول غړي هېوادونه د افغانستان د حکومت له لوري د سولې هغه پروسه تشویقوي چې له مخې یې له مخالفو وسله والو څخه غوښتل کېږي چې وسله پر مځکه کښېږدي او د کابل حکومت ومني.
امنیت شورا دغه راز په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو پر زیاتېدا ژوره اندېښنه ښودلې خو په عین حال کې وايي چې زیاتره ملکیان د طالبانو او القاعده له لوري وژل کېږي.
ایساف په ۲۰۰۱ کال د امریکا په مشرۍ د نړېوال ايتلاف له لوري د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته تاسیس شو، د ایساف د ویبپاڼې له مالوماتو سره سم حاضر دمه دا ځواک په افغانستان کې یولکو شل زره پوځیان لري چې څه باندې اته اویازره یې امریکايي دي.
په ایساف کې له امریکا وروسته بریتانیا، جرمني او فرانسه ډېر سرتېري لري، امریکا پر ۷۸ زره سرتېرو سربېره، چې د ایساف په چوکاټ کې فعالیت کوي، شاوخوا دېرش زره نور پوځیان هم لري.