د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

ناټو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د تماسونو لپاره اسانتیا برابروي


د ناټو یو لوړ رتبه چارواکي وایي چې په افغانستان کې د ناټو تر مشري لاندې ځواکونه د افغانستان د حکومت او د طالبانو د جګ پوړو مشرانو ترمنځ د تماسونو لپاره اسانتیا رامنځته کوي.

د ناټو یوه چارواکی چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یي په دې اړه په بروسل کې خبریالانو ته معلومات ورکول دا هم وویل چې دا تماسونه په ډير ابتدایي پړوا کې دي او هغو ته خبرې اترې نشو ویلای.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو د دې چارواکي له دې خبرې داسې جوتیږي چې ناټو د کابل د حکومت د سولې د هلو ځلو کلک ملاتړ کوي او غواړي په دې بهیر کې پراخ رول ولوبوي.

د امریکا په شمول د ناټو غړېو له دې مخکې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت د سولې د هڅو ملاتړ کړی وو خو دا چې په دغه بهیر کې لویدیځ څومره ښکیل وو تر اوسه نه وه روښانه.

د ناټو دغه چارواکي دا خبره په داسې حال کې کوي چې وسله والو طالبانو پرون د افغانستان له حکومت سره د خپلو استازو د کتنو په باب خپاره شوي راپورونه له کابو لس ورځو وروسته رد کړل. طالبانو په خپرې کړې خپرپاڼه کې د سولې خبرې او تماسونه یواځې یو تبلیغ وباله.

د ناټو دغه چارواکي همدا راز وویل موږ د طالبانو د لوېو غړېو او د افغانستان د حکومت د جګ پوړو چارواکو ترمنځ په مختلفو سطحو د تماسونو د ټینګولو اسانتیا برابره کړې ده.

دغه چارواکي په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې نړېوالو ځواکونو له لوري د برابرشوېو تماسونو د جزییاتو له څرګندولو ډډه وکړه خو دا یې وویل چې خبرې په کابل کې شوې دي.

هغه وویل که د ناټو ترمشری لاندې ځواکونه یا ایساف د دغو تماسونه په اړه خبرونه لري نو کابل ته د وسله والو طالبانو د مشرانو تګ یوه ناممکنه خبره ده ځکه هغوي یا وژل کیږي او یا هم نیول کیږي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم روانه اونۍ سي این این ته ویلي وو چې له یوې مودې راهیسې له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه دوام لري خو دې تماسونو ته رسمي او جدي خبرې نه شي ویلای.

د ناټو دغه چارواکي همدا شان وویل سولې ته د رسېدو یوه موافقه به ډیر وخت ونیسي خو دغه بهیر ته پاملرنه ځکه زیاته شوی چې امریکا غواړي له راتلونکې کال څخه د ځواکونو په ایستلو پیل وکړي.
XS
SM
MD
LG