کرسچین ساینس مانیټور:
کرسچین ساینس مانیتور ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې پرهڅو تمرکز کړی او لیکي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره تماسونه نیولي دي.
ورځپاڼی د کرزي هغه وینا را اخیستې چې له سي. اېن. اېن ټلویزیون سره په مرکه یې کړې وه. کرزي ویلي چې له طالبانو سره د حکومت تماسونه په افغاني بڼه نیول شوې یانې دا هغسې تماسونه دي یو هېواد وال یې له بل هېواد وال سره نیسي او هغه رسمي بڼه نه لري.
ورځپاڼه زیاتوي، اوس چې په افغانستان کې د سولې عالي شورا جوړه شوې، ولسمشر کرزي له طالبانو سره د تماسونو مسولیت دې شوراته سپارلي دي، چې له دې وروسته به له طالبانو سره خبرې رسمی بڼه لري.
خو ورځپاڼه د یوشمېر سیاسي څیړونکو په حواله لیکي، چې د سولې د عالي شورا ترکیب ته په پام سره ډیر خلک له دې شورا زیاته تمه نه لري ځکه دا شورا له یوشمېر جګړه مارانو، جنایت کارانو او فریب کارانو څخه جوړه شوې ده.
په دې شورا کې داسې کسان غړیتوب لري، چې د ۱۹۹۲
او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ په جګړو کې یوله بله سره ښکیل وو، چې په نتیجه کې یې کابل ښار په کنډواله بدل شو او د اتیا زرو په شاوخوا کې کسان ووژل شول.
د ورځپاڼې په وینا دغو جګړو د طالبانو له خوا د کابل ترنیول کیدو دوام وکړ.
د کرسچین ساینس مانیتور په وینا بله ستونزه دا ده، چې د سولې د عالي شورا صلاحیتونه نه دي څرګند او هغه شرایط چې دواړه لوري یې د سولې خبروته وړاندې کوي، سولې ته د رسیدو چاره له مشکل سره مخامخوي او که دواړه خواوې خپل دریځ بدل نه کړی، دغه ستونزه به کلونه دوام وکړي.
فایننشل ټایمز:
بریتانوي فایننشل ټایمز ورځپاڼه په دې اړه لیکي، یوه مساله چې کولای شي سولې ته د رسېدو لاره لنډه کړي، د افغانستان اقتصادي وده ده، چې خلک کارونه ولري او د دې پرځای چې وسلې ته لاس کړي شرکتونو او فابریکوته لاړشي.
ورځپاڼه لیکي، کله چې خلک کارو بار او پیسې ولري او یوه ګولۍ ډوډۍ یې په دسترخوان کې پیدا شي، دوی به له خپل عایده دفاع وکړي او له تاوتریخوالي به لاس واخلي.
ورځپاڼه په دې برخه کې د افغانستان کانونو ته اشاره کوي او لیکي که دغه کانونه استخراج شي، هم به د خلکو لپاره کاراو یوه مړۍ ډوډۍ او هم سرپناه پیدا شي.
ورځپاڼه په دوام لیکي، د افغانستان یو ستر کان د حاجي ګک د اوسپنې کان دی، چې مختلف هېوادونه لیواله دي، چې په کې پانګونه وکړي او که په دې کان کې کار پیل شي، د عینک د مسو د کان په څیر به ډیرو خلکو ته د کار وبارزمینه برابره شي.
فایننشل ټایمز لیکي، که په همدې شکل په افغانستان کې نور کانونه هم استخراج شي یا یې چارو ته پراختیا ورکړل شي او د صنعت او کرهنې برخې ته هم پاملرنه زیاته شي، ډیر ژر به د افغانستان د خلکو اکثریت د کاراو بار خاوندان شي او دوی به له وسلې لاس واخلي چې دا به په افغانستان کې د اوږد مهاله سولې د ټینګیدو لپاره ترټولو غوره لار وي.