د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۳

شهریار: عصب شوي ځمکې به خامخا بېرته دولت ته سپارو


د کرنې په وزارت کې د افغانستان د اراضي د ادارې مشر احمد شهیر شهریار
د کرنې په وزارت کې د افغانستان د اراضي د ادارې مشر احمد شهیر شهریار
د دې وزارت چارواکي همدا راز وایي، چې په ځینو سیمو کې له زورورو کسانو څخه د غضب شویو ځمکو په بیرته اخیستلو کې هم یو لړ اقدامات شوي دي.

د کرنې په وزارت کې د افغانستان د اراضي د ادارې مشر احمد شهیر شهریار د سې شنبې په ورځ د خپلې ادارې د فعالیتونو د څرنګوالي د تګلارې د تشریح کولو په سیمینار کې وویل، چې دوی به خپل ټاکلي اهداف تعقیب کړي ترڅو د کاري ظرفیتونو د لوړوالی ترڅنګ ځمکو ته د اړو کسانو لپاره په عادلانه توګه ځمکې وویشل شي او غصب شوي دولتي ځمکې بېرته دولت ته وسپاري.

"د ځمکو غصب یوه ستونزه ده، موږ د دې لپاره د افغانستان د اراضي ادارې په چوکاټ کې نورې ادارې جوړې کړي دي ترڅو د غصب شویو ځمکو په بېرته را خلاصولو کې هڅه وکړي او پرنږدي چې نورې ځمکې هم غصب شي.

موږ هیله من یو چې په راتلونکو پنځو شپږو اوونیو کې د غصب شویو ځمکو په اړه رسنیو ته نوي معلومات ورکړو، زموږ سره د حکومت پراخ سیاسی ملاتړ دې نو موږ به وکړاي شو چې رسنیو ته د دولتي ځمکو د غصب کوونکو نومونه او د غصب شویو ځمکو د ځای په اړه معلومات ورکړو."

ښاغلي شهریار وایي، چې وروسته له دې به د ځمکو تنظیم د یو ګډ کمیسیون په مرسته چې په هغې کې د عدلیې، د ښاري پراختیا، د کرنې او کورنیو چارو وزیران او د نورو ادارو استازي غړیتوب لري تنظیم شي.

د ښاغلي شهریار په وینا اوسمهال په ټول افغانستان کې اته میلیون هکټاره شاړه ځمکه شته، چې په نږدی راتلونکي کې به یې پنځه ویشت زره هکټاره وویشل شي.

خو د دې سیمینار یوشمیر ګډون کوونکي وایي، چې له زور ورو کسانو څخه د غضب شویو ځمکو بېرته اخیستل او د دې پروسې پلي کول به له ستونزو سره مخ وي.

د میدان وردګو ولایت د املاکو عمومي مدیر سلطان محمد وایي، که څه هم د دې ادارې جوړیدو ته خوښ دی خو وایي له زور ورو کسانو څخه د دولتي غضب شویو ځمکو بېرته اخیستل اسانه کار نه دی.

یوشمېر کتونکي هم وایي که څه هم چې دغه نوې جوړه شوې اداره به د دولتي غصب شویو ځمکو په معلومولو کې بریالۍ وي، خو د دې ځمکو په بیرته ترلاسه کولو کې به له ډیرو ستونزو سره مخ شي.

د رپوټونو له مخې اوسمهال یوشمېر زورواکان نه یواځې چې د دولتي ځمکو په غصب بوخت دي بلکې د یوشمېر خلکو په ځمکو یې هم ګونډې وهلي.
دا چې دا اداره به څومره وکړای شي دولتي ځمکې راخپلې کړي تراوسه ورته خلک د شک په سترګه ګوري.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG