پاکستان د تورخم لویه لار په خپلې خاورې کې د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې تړلې وه، چې د تیرې یکشنبې په ورځ یې د ناټو د اکمالاتو پرمخ بیرته پرانستله.
خو افغان سوداګر وايي، دغه لار لاهم د دوی پر وړاندې تړلې پاتې ده اوله همدې امله یې په سلګونو کانتیره سوداګریز مالونه د کراچۍ په بندر کې ولاړ دي.
یو افغان سوداګر خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، چې پاکستاني چارواکو د تورخم لار په نامعلوم سبب ان یوه میاشت مخکې تړلې وه، خو د پاکستان په خاوره کې د ناټو ځواکونو وروستي بریدونه ورته لویه بهانه شوه.
الکوزی وایي، اوسمهال د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو له څلورو زرو زیات کانتینر چې د خوراکي توکو سربیره نور بیلا بیل مواد په کې پراته دي افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي:
"له ټولو مهمه خبره دا ده، چې د پولې هاغاړه زموږ څلور زره کانتینرې ولاړې دي او په دې باندې ډمرج راځي، په هر کانتینر باندې دوه- درې لکه کالدارې ډمرج راغلی دی او دا زموږ لپاره ډېره ګرانه ده.
له بلې خوا په هېواد کې زموږ مواد کم شوي دي او ډېره ګراني راغلې ده. پرون د امریکايي مواد او خالي لارۍ پرېښودل شوې او پاکستان ته هم په منظمه توګه د دوی لارۍ ورځي، خو افغاني لارۍ نه راپرېږدي."
خو افغان سوداګرو د دی ستونزو د حل د څرنګوالي لپاره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، چې دا ستونزه یې له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې او د حل ډاډ ورکړل شوی.
د نوموړي وزارت ویاند احمد فرهاد افغانزی وایي که څه هم دوی ته د پاکستاني چارواکو له خوا د لارې د خلاصیدو ډاډ ورکړل شوی خو وایي چې یوځل به بیا له دوی سره په تماسونو کې هغوی ته خپله ژمنه ورپه یاد کړي.
"په کومه ورځ چې زموږ سوادګرو موږ ته شکایت وکړ، په کابل کې د پاکستان سفیر مو خپل وزارت ته راوغوښت، څو موږ ته په اړه معلومات راکړي، په دې اړه مو له هغه سره دوه ساعته لیدنه درلوده.
د پاکستان له سفیر څخه موغوښتل، چې ژر تر ژره دې دا ستونزه حل کړي او په دې اړه یې راسره ژمنه هم وکړه."
پاکستان په داسې حال کې پر افغان سوداګرو ترانزیتي لار بندوي، چې په دې وروستیو کې یې له افغانستان سره د ترانزیت په برخه کې د لسیزو زاړه تړون پر ځای یو نوی تړون هم لاسلیک کړی.
خو افغان سوداګر وايي، چې پاکستان وخت په وخت خپلې ژمنې ماتوي او افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او باید افغان چارواکي ورسره په دې اړه جدي خبرې وکړي.
راپور: ذکیه غیاثي